جرمني افغانستان سره د ۲۰ میلیونو یورو مرسته وکړه

جرمني د افغانستان د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت سره ۲۰ میلیونو یورو مرسته وکړه.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته وویل چې د یادو مرستو تړون تېره اوونۍ لاسلیک سو.
ښاغلي رستمي زیاتوي دغه پېسې به د کار موندنې ملي پروګرام له لارې په بېلابېلو ولایتونو کې ولګول سي.
جرمني له دې وړاندې هم د کار موندنې له ملي پروګرام سره په لومړي او دویم پړاو کې ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

۳۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه