وسله والو مخالفینو۱۳۹۵کال کې ۲۳ زره حملې کړې

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په ۱۳۹۵ کال کې وسله والو مخالفانو ۲۳ زره حملې کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا شنډې سوې دي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري چې نن یې خبریالانو ته خپل کلنی راپور وړاندې کاوه وویل چې په همدې کال کې دښمنانو سوم اهداف درلودل چې ورته ونه رسېدل.
ښاغلی وزیري زیاتوي وسله والو مخالفینو غوښتل چې ۹ ولایتونو تر ولکې لاندې راولي، خو د افغان امنیتي ځواکونو په سرښندنه په بشپړه ډول له ماتې سره مخ سوي دي.

۴۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه