ارزګان کې پر پوځي قرارګاه حمله کې ۱۲ سرتېري وژل سوي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې د ملي اردو پر مرکز په حمله کې ۱۲ سرتېري او ۱۳ وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان غلام فاروق سنګري نن رسنیوته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر دغه قرارګاه حمله کړې چې تر سهار یې دوام وکړ او بلاخره د جګړې په پایله کې قرارګاه د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.
په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلي لېوا قوماندان غلام حضرت کاکړ هم د تېري شپي نښته مني خو د مرګ ژوبلي په اړه يي دقیق معلومات نه لري.
د والي ویاند دوست محمد نایاب بیا وايي چې د ملي اردو مرکز ته نور تازه دمي ځواکونه رسیدلي او وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی.
وسله والو طالبانو بیا ویلي چې تېره شپه يې د ملي اردو دغه مرکز په بشپړه توګه نیولی او پکې مېشت ټول د ملي اردو سرتېري يې وژلي دي.

۵۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه