کابل ته د حکمتیار د راتګ په اړه هېڅ خنډ وجود نه لري

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتلو په وړاندې هېڅ موانع وجود نه لري.
جمهوري ریاست وايي، د حزب اسلامي سره د سوې هوکړې هغه موارد چې د افغان حکومت پورې مربوط و ټول يې عملي سوي او کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ په برخه کې هېڅ موانع نسته.
د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د حکومتي ادارو لخوا د کلنیو راپورونو د وړاندې کولو په لړ کې رسنیو ته وویل چې حکومت د هوکړې سره سم خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او کابل ته د ښاغلي حکمتیار راتګ ته منتظر دي.
نوموړي زیاته کړه:
د افغانستان د حکومت لخوا په دې برخه کې هېڅ موانع وجود نه لري، د هوکړې له مخې هغه څه چې موږ پورې اړه لرل هغه مو ترسره کړل او په تمه یو چې حزب اسلامي هم کابل ته د ښاغلي حکمتیار راتګ نېټه اعلان کړي.”
ښاغلي مرتضوي په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د حزب اسلامي حکمتیار سره د سولې سوې هوکړه د بین الافغاني سولې په برخه کې د يوې لاسته راوړنې په توګه یاد کړ.
د افغان حکومت او حزب ‎اسلامي د سولې تفاهم‎ لیک شااوخوا شپږ میاشتې مخکې د دواړو لورو له‎ خوا د یو لړ شرطونو په منلو سره لاسلیک سوه.
د حکومت له زندانونو څخه د حزب ‎اسلامي د بندیانو خلاصېدل، د دغه حزب د غړیو زرو کورنیو ته د یوې-یوې نومرې ځمکې ورکول، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د حکمتیار د نوم ایستل او کابل ته د حکمتیار راتګ لپاره د زمینو برابرول، د دغې تفاهم ‎لیک عمده شرطونه په ګوته سوي دي.
د افغان حکومت او حزب ‎اسلامي له لوري د سوي هوکړه لیک د موادو عملي کولو ته یوه کمېټه هم ګمارل سوې وه.
په ورته وخت کې د حزب اسلامي مسؤلین وايي، هغه ژمنې چې حکومت د حزب اسلامي حکمتیار سره کړې وې هغه يې په سمه توګه نه دي عملي کړي.
دوی وايي، حکومت لا هم د خپل منځي اختلافاتو له امله د حزب اسلامي د بندیانو د ازادولو او د ښاغلي حکمتیار د امنیت د ټینګښت په برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته کړي چې له امله یې کابل ته د ښاغلي حکمتیار راتګ ځنډېدلی دی.
د دغه حزب يوه ویاند حشمت ارشد د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې حکومت لا هم د حزب اسلامي د بندیانو د خوشې کېدو او د حزب اسلامي د مشر د امنیت او ځای ځایګي په اړه عملي اقدامات نه دي کړي:
د کابل ته د حزب اسلامي د مشر د راتګ او څرګندېدو د زمینې لپاره د حزب اسلامي د بندیانو ازادېدل او په ځانګړې توګه د ښاغلي حکمتیار د امنیت د ټېګښت مسئله وه چې حکومت لا په دې برخه کې کوم جدي اقدام نه دی کړی.”
ښاغلی ارشد له حکومته غواړي چې د حزب اسلامي سره په کړیو ژمنو په رښتیني توګه عمل وکړي ترڅو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ ته زمینه مساعده سي.

۸۷ ټول کتل سوی شمېر ۸ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه