د فراه او ایران پر پوله ۲۳ کېلوګرامه مخدره مواد نیول سوي

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې د ایران او فراه ولایت پر پوله ۲۳ کېلوګرامه مخدره مواد نیولي دي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري رسنیوته وویل چې په نیول سویو موادو کې کریستال او هیرون شامل دي او په تړاو یې یو ایرانی وګری هم نیول سوی.
ښاغلي مهدي زیاتوي چې دغه کس د تېلو په ټانکر کې دغه مواد ځای پرځای کړي و او غوښتل یې ایران ته یې قاچاق کړي چې دا فغانستان سرحدي مامورینو نیولی دی.
د یادونې وړه ده چې له دې وړاندې هم ایراني اتباع د فراه ولایت څخه ایران هېواد ته د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول سوي دي.

۴۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه