په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور ۱۲ فیصده زیات سوی

په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره” نی” وايي، په دغه هیواد کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د حضور د کمرنګه کیدو په هکله دمخه خپاره سوي رپوټونه سم نه وو او د دغو رپوټونو پرخلاف په ۱۳۹۵ کال کې چې نن يې وروستۍ ورځ ده په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمیر د اوړم کال پرتله دولس فیصده زیات سوی دی.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ د ادارې” نی” رئیس مجیب خلوتګر نن د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو سره په ۱۳۹۵ کال کې د افغان خبریالانو د وضعیت په هکله د خپلې ادارې د رپوټ د شریکولو پر وخت وویل، چې په افغانستان کې د خبریالانو په ګډون دولس زره پنځه سوه او درې پنځوس تنه په رسنیو کې کار کوي چې دوه زره یو سل او دیارلس تنه یې ښځې دي.
ښاغلي خلوتګر وویل ” د دغو شمیرنو پر اساس د ټولو هغو کسانو چې په رسنیو کې کار کوي، نږدې اولس فیصده یې ښځې دي “.
ښاغلي خلوتګر وویل چې په اوړم کال کې به رسنیو کې ښځینه خبریالانو او کارکوونکو شمیر د ۱۳۹۵ کال پرتله ۱۲ فیصده کم وو.
په ۱۳۹۴ کال کې په افغانستان کې د ناامنیو پیښو په زیاتیدو د خبریالانو پر وړاندې هم د زور زیاتې پیښې زیاتې وې.
په دغه کال کې دولسو خبریالانو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، خو په ۱۳۹۵ کال کې اته خبریالان وژل سوي دي.
د ” نی” د ارزونو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې د افغان رسنیو تړلو بهیر هم د تیر پرتله رو وو.
دا اداره وایي چې د ۱۳۹۲ کال راهیسې تر نن ورځې پورې په افغانستان کې ۱۷۵ رسنۍ ټړل سوي چې یوازې یو تلویزیون او نهه یې راډیوي خپرونې وې او نورې یې چاپي رسنۍ وې.
د “نی” رئیس مجیب خلوتګر وایي چې د دغو رسنیو په تړلو کې د مالي ستونزو سربیره نور مسایل هم شامل وو، خو هغه د نورو مسلو یادونه ونه کړه.
هغه وویل، چې اوس د رسنیو چلوونکو د افغانستان موجودو اقتصادي شرایطو سره تر ډیره خپلې خپرونې عیارې کړي چې له امله د پخوا پرتله د رسنیو ستنونزې ډیرې راکمې سوي دي.
د ” نی”د ادارې رئیس په افغانستان کې د ښخینه خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره له رسنیو غوښتې دي چې نوی ۱۳۹۶ کال چې سبا د سه شنبې په ورځ پیلیږي د ښځینه خبریالانو په نوم ونوموي.

۵۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه