هند او پاکستان د اوبو پر سر د لانجې د حلولو هڅه پیل کړې

هندي او پاکستاني مقامات د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د اوبو پر سر د لانجې په اړه دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې.
د پاکستان د اوبو او انژۍ د چارو وزیر خواجه آصف، هندي هیات ته د هرکلي په وخت هیله څرگنده کړه چې په واشنگټن کې د اپریل په ١٢ د راتلونکې غونډې دمخه، د دواړو هیوادونو ترمنځ روانې خبرې گټورې وي.
هند او پاکستان چې دوه اتومي طاقتونه دي، په ١٩٦٠ کال کې د نړیوال بانک سره “د سند د اوبو تړون” لاس لیک کړ چې د سند د سیند اوبه له دواړو هیوادونو څخه تیریږي، په خپل منځ کې وویشي.
ددې تړون له مخې د دواړو هیوادونو استازي باید په کال کې یو ځل سره وویني، خو د اسلام آباد او نوي ډهلي ترمنځ د اړیکو د خړ پړتیا په وجه د ٢٠١٥ کال د مۍ د میاشتې راهیسې په دې هکله د دوی ترمنځ هیڅ ډول اړیکه نه وه نیول سوې.
د کړکیچ په اوج کې په ځانگړې توگه په پاکستان کې د میشتو سخت دریځو له لورې په کشمیر کې د ١٨ هندي سرتیرو له وژل کیدو وروسته د هند صدراعظم نریندرا مودي د سند د سیند له اوبو څخه د اعظمي گټې اخیستلو امر کړی دی او ویلي یې دي ” نه شي کیدای چې پاکستان ته اوبه او وینې په یو خت روانې وي.”
د سند داوبو تړون له هند څخه غواړي چې د خپلو ختیځو دریو سیندونو له اوبو څخه چې د پاکستان په لور بهیږي باید دومره گټه وانخلي چې پاکستان ته د اوبو جریان کم سي.
د پاکستان د اوبو او انرژۍ د چارو وزیر وویل دغه تړون ته درناوی او د هغه پلي کول د دواړو هیوادونو او د سیمې په گټه دي. هغه زیاته کړه چې د اسلام آباد غونډه په کشمیر کې د هند د اوبو د بریښنا دریو پروژو ته متوجه ده چې دغه درې پروژې د نیلم او جهلم په سیندونو آبادې سوې دي.
پاکستان د ١٨٠ میلیون وگړو په درلودلو سره په کرهڼې متکي هیواد دی، له دې ډاریږي چې د دواړو هیوادونو پر شریکو سیندونو باندې د هند پروژې کیدای سي اوبو ته د پاکستان لاس رسی کم کړي. یو شمیر نور اندیښمن دي چې د اوبو کړکیچ کیدای شي د دواړو اټومي طاقت لرونکو هیوادونو ترمنځ زیات کړي.
پاکستان د تیر کال په سپتامبر کې له نړیوال بانک څخه وغوښتل چې ددې کړکیچ د حل لپاره منځگړیتوب وکړي. خو دغه نړیوال بنسټ ځان شا ته کړ او د هند او پاکستان نه یې وغوښتل چې مستقیمې خبرې او تماسونه بیرته پیل کړي.

۷۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه