خبریال ولې څېړنې ته اړ دی؟

kkkkk
ليکوال Ahmed Lodin

یو خوا د خبریالانو لپاره ډېره اړینه ده چې خبر یې پر رښتینولۍ ټیکاو ولري، بلخوا دا ډېره ستونزمنه ده چې یو خبریال دسل په سلو کې د یوې پېښې په باره کې رښتیني مالومات لاسته راوړي . ډېر به داسې کسان پیدا شي چې له خبریال سره یوې مرکې ته حاظر شي او یاهم د مالوماتو د ورکولو په برخه کې مرستندوی شي . خو آیا دا کس به هم خبریال ته سل په سلو کې رښیتا ووایي؟ دا ښه شونې ده چې هر سړی به خبریال ته خپل اند په پوره رښتینولۍ سره څرگند کړي، د پېښې په باره کې به هغه مالومات ورکړي چې څه یې لیدلي وي، خو بیا هم پوښتنه دا ده : آیا دغه شخص په رښیتا سره د پېښې په باره کې هر اړخیز مالومات لري؟ په داسې اکر کې خبریال دې ته اړ دی چې د مالوماتو په باره کې څېړنه وکړي . ځکه چې نه یوازې سیاستوال، لوی لوی سوداگر او دولتي کارمن، بلکې د هر پېښې ښکېل غاړي دا هڅه کوي چې تل له خبري رسنیو څخه ناوړه گټه واخلي .
هېڅوک له خبریال څخه داتمه نه لري چې باید ټول خبرونه یې د سل په سلو کې پر رښتینولۍ ټیکاو ولري . ځکه لوستونکي پوهېږې چې رښتینولي ډېره نه پیداکېږي . خو د دې لپاره چې خبریال خپله څانگیزه یا مسلکي پازوالي سرته رسولې وي، او نه یوازې ټولنې ته، بلکې خپل مسلک ته هم په ناغېړۍ گرم نه وي، نو باید تر خپل وس پورې د مالوماتو په باره کې څېړنه وکړي . موږ کولای شو چې څېړنه په لاندې ډول وسپړو :
څېړنه
څېړنه چې په ادبیاتو کې د ژورنالېزم یوه لویه برخه گڼل کېږي، له آره د ژورنالیستي لیکنو په باره کې د پلټنو، پوښتنو او ځوابونو یو بهیر دی چې هېڅکله به هم پای ونه مومي . دا څېړنه ده چې د یوه خبر نویوالی او وړتیا څرگندولای شي . له دې کبله د خبرونو په امرنه، لیکنه ، خپراوي او سمون کې رغنده رول لوبوي . که پر لاندې پوښتنو غور وشي :
• ولي یو خبر باید لوستونکیو ته وړاندې شي؟ • ولې دا خبر د ټولنې لپاره اړین دی؟ • ولې باید دغه لاسته راوړل شوي مالومات د خبر، راپور، راپورتاژ، مرکې یا هم فیچر په توگه ولیکل شي؟
د دغو پوښتنو راځوابولو ته خبریال اړ دی
چې چې د لاسته راوړل شویو مالوماتو په باره کې څېړنه وکړي . او د همدې څېړنې له لارې ځان پوه کړي چې مالومات لوستونکیو ته په کومه بڼه د ښه ترا لوست او پوهاي جوگه کېدای شي . څېړنه د خبریال لپاره هغه ننگونه ده چې هره شېبه به خبریال ورسره لاس اوگرېوان وي . هغه خبریال چې د یوې پېښې په باره کې د مالوماتو په راټولونه کې ناغېړي کوي، یا هم گرد سره څېړنه نه کوي، نو د ژورنالېزم یو اساسې بنسټ له پامه غورځوي . او همدا لمړی گام دی چې خبریال یې د ناکامۍ پر لورې اخلي .
که خبریال په بې پرې توگه، پوره پاملرنه او له مسلکي ځانگړتیاوو څخه کار واخلي، هم به څېړنه اسانه وي او هم به د خبر پر ارښت ډېر ژر او سم پوه شي . مانا دا چې دا به ډېره گرانه نه وي که خبریال د کوم سیاستوال په خبرو ځان کوڼ واچوي . ځکه چې دغه سیاستوال به په تېر وخت کې هم داسې خبرې کړې وې . ډېره به گرانه نه وي که خبریال د یوه خبر په باره کې لمړی سوچ وکړي چې ولې دغه خبرځای، یا شخص داسې مالومات ورکړل . همداراز خبریال کولای شې چې لمړی خپل ځان وپوښتي چې ولې د دې مالوماتو په باره کې څېړنه وکړم او ولې یې د خبر په توگه خپاره کړم .
که مالومات څه ناڅه د څېړنې وړ وي، خبریال باید لمړی سوچ وکړي
چې لمړی له چا څخه په دې باره کې نور مالومات وغواړي، چېرته او له چا سره مرکه وکړي او آیا د مرکې لپاره دغه کس مناسب شخص دی که نه . تر دې اړینه دا ده چې خبریال په پېښو کې ښکېل غاړې دواړه وپوښتي او د دواړو غاړو پیغام ته غوږ ونیسي .
د خبریال لپاره خبرځای یا د خبر سرچینه ډېره اړینه ده چې باید وپېژندل شي . له همدې امله باید له هر خبر سره د خبرځای نوم هم ولیکل شي . او هغه خبرونه چې خبرځای یې مالوم نه وي، ښه به دا وي چې خبریال یې له خپراوي گرد سره تېر شي . او که د څېړنې ارزښت یې درلود، نو باید لمړی یې په باره کې څېړنه وکړي . هر خبر چې د دولتي سرچینو لخوا خبریال ته ورکول کېږي، خبریال کولای شي چې بې له څېړنې یې خپور کړي . هر گوره، لمړی باید خبریال په دې اند وي چې دغه خبر ټولنې ته د لېوالتیا او ارزښت وړ دي . که چېرې د خبر ارزښت په لمړي لید ډېر خو له آره دروغ هم وي، نو خبریال په داسې اکر د خبر پازوالي پر غاړه نه لري . ځکه چې خبریال ته مالومات د دولتي ادارو له خوا ورکړل شوي دي . همدرانگه خبریال کولای شي چې د خبري آژانسونو خبر هم د خبرځای له څېړنې پرته خپور کړي، ځکه چې د خبرځای پازوالي د خبري آژانس پر غاړه ده .
سربېره پر دې ډیر خبریالان په دې اند دي چې خبري آژانسونه هم پوره د باور وړ نه دي .
د دې لپاره چې خبري رسنۍ خپل باور له لاسه ورکړی نه وي، نو ښه به دا وي چې خبریال د
دویم خبري آژانس خبر ته تم شي . که چېرې یوې خبري رسنۍ یو خبر خپور کړی وي، هر گوره
داسې خبر چې د خورا ډېر اهمیت وړ وي، او خبریال په دې اند وي چې کېدای شي
دا خبر رښتیا نه وي، نو ښه به دا وي چې خبر رښتیا ونه گڼل شي او خبریال لږ تم شي چې خبره نوره هم سپینه شي .
هر څومره چې یو خبر تود، همدوره یې مانا او اغېزه ډېره وي . نو ځکه باید هغه خبرونه چې د کوم کس په باره کې وي، په بې پروایۍ سره خپاره نه شي . دلته د شخصي گټو او عزت خبره ده . خبریال په ټولیزه توگه د لوستونکیو د یوه شي پوروړی دی او هغه د خبریال مسلکي وړتیا ده . په دې مانا چې هر خبریال باید هڅه وکړي چې خبر په مسلکي توگه وڅېړي، وامري، ولیکي او بیا یې لوستونکیو ته یې وړاندې کړي .
څېړندود
که څه هم چې هر خبریال خپل څېړندود لري، خو بیا هم اړینه ده چې په ټولیز ډول پر څېړندود خبرې وشي . د هرې څېړنې په پیل کې باید خبریال د خبرځای یا سرچینې په باره کې او همدارنگه د خبر د لامل په باره کې سوچ وکړي . په دې مانا چې خبریال باید له ځانه وپوښتې چې ولې داسې خبر ورته ورکړل شو .
د هرې څېړنې موخه چې د رښتینولۍ د پیداکولو او د پېښو په باره کې وي د “څه شی، څوک، چا، چېرې، څه وخت، ولې، څنگه او خبرځای” پر پوښتنو راڅرخي . دغه پوښتنې سړی کولای شې چې د پېښې له ښکېل او مسلکي کسانو، پوهانو، بې پرې عالمانو، او پر پېښو پورې اړوند ادارو څخه لاسته راوړي . هر اداره د رسنیو د قانون له مخې باید خبریال ته مالومات ورکړي . د نورو مالوماتو لپاره خبریال کولای شي په کتابخونو، اېنټرنېټ او له شخصي ملگرو څخه مرسته وغواړي .
پر دې سربېره هر خبریال باید له ځان سره د هغو پوښتنو یو نوملړ هم جوړ کړي چې د پېښې په باره کې د کېدون ته بریده نور مالومات راټولولای شي . خبریال کولای شي چې لمړی د پېښې د باندیونیو اړخونو په باره کې مالومات راټول کړي . له باندینیو اړخونو څخه مطلب هغه د پېښې څرگندې پایلې دي، لکه د یوې بمي چاودنې په پایله کې د مړو او زخمیانو شمیر . همداراز خبریال کولای شي چې د پېښې شالید، عاملینو او د هغوی د موخو په باره کې څېړنه وکړي . خبریال کولای شي د پېښې په باره کې له ساتندیو او څارندویو سره خبري وکړي او له هغوی څخه د نورو خو همدا ډول پېښو په اړه مالومات واخلي . په داسې اکر کې خبریال باید د دوی نومونه، د مرکي نېټه او ځای له ځان سره یادښت کړي . هغه لاسوندونه چې خبریال یې له دوی یا نورو دولتي او ملکي ادارو څخه لاسته راوړي، باید له ځان سره وساتي . داشونې ده چې د یوه خبر له خپراوي وروسته دولتي کارمن، ساتندویان او څارندویان په خپله خبر پښېمانه شي، خبریال ونیسي او پر دروغو یې تورن کړي . په داسې اکر کې به همدغه لاسوندونه وي چې د خبریال د خلاصون سبب به گرځېدلای شي . د یادونې وړه ده چې که چېرې د پېښې په باره کې په راتلونکې کې د نورو مالوماتو وړاندې کولو ته اړتیا پېښه شي، خبریال کولای شي چې له لاسته راغلو لاسوندونو څخه نوره گټه هم واخلي .
هغه پېښې چې دوه غاړې پکې ښکېل وي، لکه د وردگو د بهسودو په پېښه کې چې د کوچیانو وروڼو او هزاره گانو تر منځ وشوه . یا هم اوسنی د تخار ناورین چې د سلو په شااوخوا کې پښتنې کورنۍ کلابند شوې دي . په داسې پېښو کې خبریال اړ دی چې له دواړو خواوو سره خبري وکړي . د دواړو غاړو غوښتنې، دک و دلیل او نظرونه واوري . خبریال کولای شي چې د دواړو خواوو د رسمي او غیر رسمي لاسوندونو کاپي واخلې او له ځان سره یې وساتي . همداراز خبریال ته ښایي چې د دواړو غاړو د مشرانو سره خبرې وکړي او هغوی ثبت کړي . د دې تر څنگ، خبریال ته ښایي چې چې د پېښو له لیدونکیو(شاهدانو) سره هم خبري وکړي، د هغوی نومونه، د مرکې نېټه، د ښار یا کلي نوم له ځان سره ولیکي . د اړتیا په اکر کې خبریال کولای شي چې له دغو کسانو سره په وار وار خبري وکړي چې د ستونزې په باره کې لا ښه ترا مالومات تر لاسه کړي .
انگازه
د څېړنې په وخت کې کېدای شې چې یو خبریال له انگازو سره مخ شي . یوخوا خبریال په بیړه کې وي چې ژر خبر ورکړي، بلخوا مالومات کره نه وي . د خبریال لپاره په داسې اکر کې لازمه ده چې دغه ډول انگازې گرد سره په خپل خبر کې ونه لیکي . انگازه کولای شي په لنډ وخت کې د یوه شخص شخصیت، پانگې ابرو او عزت ته زیان ورسوي .
خبریال باید لمړی د دغې انگازې ارزښت او لوستونکیو ته د لېوالتیا پر لامل سوچ وکړي . که چېرې ټولنې ته د دغه انگازې اړتیا او لېوالتیا د خبر د ارزښت پر بنسټ لږ وي، او یا دا انگازه په خپله د دې ارزښت ونه لري چې خبریال د هغې په باره کې پلټنې وکړي، نو ښایي چې گرد سره ترې تېر شي . که چېرې د ټولنې اړتیا او لېوالتیا له انگازې سره ډېره ښکارېده، نو بیا خبریال ته لازمه ده چې ټول خبرځایونه وسپړي او د دغې انگازې په باره کې څېړنې وکړي . د څېړنې په بهیر کې یوازې د یوه ساتندوی یا څارندوی، یوه دولتي کارمن، یو بل خبریال یا هم د خبریال د کوم ملگري خبر بس نه ده . خبریال باید د داسې انگازې په باره کې چې ټولنې ته د ارزښت وړ وي، ډېر لاسوندونه پیدا کړي . که چېرې د انگازې له مخې په پېښه کې د ښکېل کسانو څه پته ولگېده، خبریال کولای شي له هغوی سره خبري وکړي . دا څرگنده ده چې هېڅ څوک به ځان په خپله رسوا نه کړي، خو خبریال کولای شي چې د پېښې ښکېل کسانو ته وخت ورکړي . له هغوی سره په ملگریتوب خبرې اترې وکړي، له هغوی سره هغه وخت خبرې وکړي چې د دوی خوښه وي . خبریال باید پوه شې چې دی نه څارنوال دی نه څارندوی . خبریال باید پوه شي چې د ده دنده د تورن شخص نیول نه دي . د خبریال دنده یوازې او یوازې د پېښو ثبتول، د ښکېل کسانو د شتون او د هغو تورونو ‌ثبتول دي چې ښکېل کسانو ته مخامخ کېږي . د بېلگې په توگه، که لوې څارنوال یو څوک تورن گڼي، نو باید له وینا سره یې د څارنوال نوم ولیکل شي . د خبریال لپاره دا اړینه ده چې په داسې پېښو کې د لوی څارنوالي تور له خپلې خولې په خپلو ویو کې ونه لیکي، بلکې د څارنوال له خولې یې ولیکي . په هر خبر کې چې پر انگازه ټیکاو ولري، خبریال باید د انگازې ویی ورسره جوخت ولیکي . هغه انگازې چې د یوه کس په ډېر شخصي ژوند پورې اړه ولري، د مثال په توگه لکه ناروغي، خبریال ته ښایې چې داسې خبر هېڅ وخت هم خپور نه کړي .

۱۱۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه