په سرتېرو باور

ليکنه: مقتصد ستړی

چې د سرتېري نوم واورم یو ملګری مي ذهن ته راشي ویل به یي: زه غواړم له سرتېرو سره ولاړ سم، پلار مي اجازه نه راکوي او بل زه خپله تمریناتو ته اړتیا نلرم کله چې وزګار شم د سرتېرو فلمونه ګورم او دهغوئ حرکتونه پرځان عملي کوم، زه همدا نن یو سرتېری یم کولای شم د هیواد له لوېشت، لوېشت خاوري څخه دفاع وکړم؛ دهغه دا خبرې ماته لکه د یو فلمي اداکار داسي وې، د هغه تګ او د ستړې مشي انداز هم سرتېرو ته ورته و؛ یوه ورځ چې مونږ له ښوونځي راووتل د ښوونکي مخې ته ورغی لکه د سرتېري نېغ ودرید سلام یي وکړ، لاس یي د ستړې مشي لپاره ور اوږد کړ، خو هغه له ځانه وشاړه، ښکنځلې یي ورته وکړې؛ کله چې ماته راوګرځید وویل: فکر نه کوم دا یو ښه ښوونکی وي ” ښه ښوونکی هیڅکله زده کوونکو ته ښکنځلې نه کوي“ مونږ لا څو ګامه نه وو راغلي چې له مخې مو مرغۍ والوته د وزرونو څرپ یي هغه وډار کړ، لاس یي زما په لاس کي کلک کړ پداسې حال کي چې نږدې و نوک ووهي او پرځمکه ولوېږي ما ونیو او ورته ومي ویل : ”زما ګرانه ته هیڅکله یوه ښه سرتېری نشې جوړېدلی ځکه ته د مرغۍ له څرپ وډار شوې، یو سرتېری باید تل ددښمن په وړاندې چمتو ووسي، دښمن ستا له لږ تېروتني ډېره ګټه پورته کولای سي “؛ هغه وخندل: زه لا تر اوسه سرتېری نه یم که د سرتېرو په زرغونه جامه کښي وپوښل سم ډېر لوی زړه به پیدا کړم بیا کولای شم هر ډول مقاومت ته تیار ووسم؛ ما د هغه په زړه لاس کېښود چې دربېده، دی چې ډېر ښکلی و زما د همدې حرکت څخه یي کرکه وکړه ځکه د ښوونځي اکثر هلکانو به هغه د خوند اخیستو په پار په سینه پوري کلک نیولی و، زه یي له خوا وشړلم، ده غوښتل څه ووایي خو ما یي خبرې ور پرې کړې : که چیري ستا پلار وغواړي او یا هم درسره ومني چې ته سرتیری شې د هیواد د دفاع لپاره څه کولای شې؟ را غبرګه یي کړه : په خپلو وینو د تیاره ماښام کوڅې ته ډیوې بلولای شم، داسې یو ښوونکی هم کولای شي چې د سرتېرو له اندازه یي کرکه کېږي زما په وینو د بلېدونکي څراغ رڼا ته د مینې درس ولولي او همدارنګه پخپله پاکه مینه کولای شم د هیواد او خلکو دښمنان خپل مقصدې اهدافو ته د رسیدو په برخه کې ناکام او د هغوئ هر ډول پروګرامونه چې هیواد او خلکو ته یي تاوان رسېږي د یو ایماندار سرتېري په څېر په خپل ټول قوت سره شنډ کړم؛ زه یوه شېبه غلی سوم بیا مي هغه تر لاس ونیو: زما ګران ملګریه ته همدا نن یو ښه سرتېری یې اودته تر بل هغه سرتېري غوره یې چي جګړې ته تللي ځکه ته په سرتېرو یو ډول باور لرې چي نور خلک یي نلري، ته د هغوئ درد احساسولی شې هغه درد چې دوئ یي زمونږ د ارامتیا لپاره پر ځان تېروي؛ ما غوښتل چې ملګری مي په تندي ښکل کړم مخکې له دې چي زه ورنږدې شم هغه په غېږ کي ونیولم په ژړغوني انداز یي وویل: ناممکن چې بیا به مي جنازه ولټوې د څو تابتونو تر منځ زه به د څو ډبرو او بړبکو په خوا کي د خپل څیري، څیري ګریوان ماتې تڼۍ شمارم ساه به مي په اووم آسمان وي .

۲۷۳ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه