بخت او ارزو

ليکنه: مقتصد ستړی

نن چې د تور ښار په سړک روان وم ارزو مي تر لاس راسره ونیوه بخت خو لا پرون مرور سوی و؛ ارزو لکه د تل په څېر وړه، وړه غږېږده او پخپلو پستو شونډو یي زما زړه ښکل کړ، دواړه د لوېدیځ پر لور روان شول. دا خبره باید وکړم چې دا څوومه ده ما په رڼو اوبو اودس نه دی کړی هرځای اوبه خړې دي او یا خو به زما په سترګو باندې ګرد پروت وي، له ارزو مي وپوښتل : آیا ته پوهېږې چې مرور بخت به بیا بیرته پخلا سي؟ دواړه لاسونه یي زما تر غاړه راتاو کړل کلک یي په غېږه کي ونیولم: که ته په ما باور ولرې د بخت پخلاکیدلو ته اړتیا نسته ممکن اړتیا به وي نا ممکن چې زما په شتون کښي به ناهیلی شې؛ یو ځل بیا مي ارزو تر لاس ونیوه او مخ پر وړاندې روان سوم، دا وخت ارزو زما له زړه سره په خبرو لګیا وه زړه ته یي وویل: کاش زه هم ستا په څېر د خلکو په سینه کښي اوسېدلی . زړه چې له ډېر وخت راهیسي زما په سینه کښي تنګ و ورغبرګه یي کړه: ارزو ! ته نه پوهېږي د انسان سینه څومره تنګه ده، زړه چې تر ارزو لس برابره کوچنی دی بیا هم دلته تنګ سي او الوت ته یي زړه کېږي ته ما نه وینې چې په څومره رګونو تړل سوی یم، هرڅومره چې زور وهم خلاصیدلی او وتلی نشم؛ ارزو ! ته چې په یوه ازاده فضا کي پالل سوې یې پداسې یوه توره خونه کښي به اوسیدل درته ناممکن وي. ارزو ! چیغې کړې ” یاهوووو، یاهوووو“ رښتیا زه څومره په ازاده فضا کي اوسم څنګه چې مي زړه غواړي الوت کولای سم، هرځای ته چې مي زړه وغواړي تللی شم خو دا چې تل د بخت په پنجرو کښي بندیوانه اوسم هیڅکله په دا دومره لویه او پراخه فضا کي الوت راته ممکن نه دی؛ مخ یي راوړول ورو یي وویل: آیا مرور بخت به بیا بیرته پخلا نه سي؟ ما چې د خپل مغرور بخت په وړاندې د خبرو کولو جرئت نه درلود په مړاوو قدمونو د لوېدیځ لور ته روان وم او لمر دخپلو طلایي وړانګو لمن نغښته لګیا و.

۱۶۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه