کندهاري خبريالان معلوماتو ته د لاسرسي به برخه کي ستونزي لري

IMG_4691
ليکوال Ahmed Lodin

په کندهار کي خبريالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي ستونزي لري او دولتي ادارې معلومات ترې پټوي .
کندهار ميشتو خبريالانو نن د خپلو ستونزو د وړاندي کولو دپاره د ولايتي ادارې سره غونډه وکړه او ترې وغوښتل چي دولتي ريسان په دې برخه وپوهوي .
د خبريالانو او رسنيو سانسور ، د معلوماتو نه ورکول او د عاجلو پيښو پر مهال د امنتي مسوولينو له لوري د معلوماتو پټول هغه ستونزي دي چي دا مهال د کندهار خبريالان ورسره مخ دي او د زياتيدو په اړه يې انديښنې ورڅ تر بلي زياتيږي
کندهار ميشت خبريالان وايې ، چي په دې برخه کي دي ولايتي اداره خپل مسووليت ته متوجه او دولتي ريسان دي اړ کړي ، چي د بيان د ازادۍ او مطبوعاتي اوصولو په رڼا کي رسنيو او خبريالانو ته پروخت او دقيق معلومات ورکړي .
د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې سيمه ايز مسول احمد لودين ، د نى د ساحوي دفتر مشر عبدالسميع غيرتمل
، د پريس کلب مشر جاويد تنوير او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کي د خبريالانو ستونزي په ډاګه کړې .
دوى وويل ، چي د معلوماتو د لاسرسي په برخه کي ستونزي ډيري سوي دي ، يو شمير رسنۍ سانسوريږي او د پيښو پر مهال امنتي وياندويان هم په ډاډه زړه همکاري نه کوي چي د دوى کارونه يې د سختۍ سره مخ کړي دي .
د کندهار والي سرپرست مرستيال عبدالحنان منيب په دې برخه کي د خبريالانو د ستونزو د حل ژمنه وکړه او په اوسنيو شرايطو کي يې د رسنيو فعاليتونه وستايل .
مرستيال والي زياته کړه چي ټول دولتي مسوولين اړوي ، څو خبريالانو پر وخت او بيله کومي ستونزي معلومات ورکړي.
معلوماتو ته د لاسرسي قانون چي يو کال مخکي توشيح سوى خو بيا هم د دولتي ادارو له لوري تر پښو لاندي سوى او خپله يې دولت پلي کولو ته ژمن نه دى .
د دولتي ادارو ناغيړي خبريالان اړ کوي چي د سرچينو په مټ معلومات تر لاسه او ولس ته يې ورکړي چي ډيرى وختونه دا معلومات ناسم وي او له امله يې د خبريالانو او حکومتي ادارو تر منڅ فاصلي او بي باوري پيدا کيږي .

۱۰۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه