د شاوليکوټ په ( ١٣ ) کليو کي د پوليو واکسين نه سي تطبيقدلاى

Waksin
ليکوال Ahmed Lodin

په سويل کي د واکسين په کمياين کي وسله وال طالبان هم همکاري کوي ، خو بيا هم د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کي ناامنيو د پوليو په وړاندي د واکيسن مخه ډب کړې ده او په تازه پيل سوې کمپاين کي د دې ولسوالۍ ديارلسو کليو ته د واکسين ډلې نه سي تللاى .
ها خوا بيا په کندهار او هلمند کي تازه د ګوزڼ دوې پيښي ثبت سوي دي چي روغتيايي مسوولين يې انديښمن کړي دي .
د سويلي ولايتونو په کچه په نوي پيل سوي کمپاين کي ١٧ لکه تر پنڅو کلنو کم ماشومان واکسينيږي خو په يو شمير سيمو کي ناامنې نه پريږدي چي دا کار وسي .
که څه هم د ارزګان په ټولو ، د هلمند په ډيرو او د کندهار په کمو ولسواليو کي امنتي تهديدونه ډير او يو شمير سيمي د طالبانو تر ولکې لاندي دي او د واکسين کمپاين ته زمينه نه ده برابره خو د واکسين په برخه کي مرستندويه اداره يونيسيف وايې ، چي طالبان په دې برخه کي د واکسيناسيون په وړاندي ستونزه نه پيښوي ، خو د دې ډاډ سره سره بيا په نوي پيل سوي کمپاين کي د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ ١٣ کلي د واکسين له ګټو بي برخي دي .
د کندهار د عامي روغتيا سرپرست ريس ډاکټر عبدالرشيد الکوزى ، چي په روان ميلادي کال کي د حوزې په کچه دوې د پوليو پيښي ثبت سوي دي چي يوه يې په کندهار او بله يې په هلمند کي ده .
ګوزڼ يوه خطرناکه ناروغي ده چي په رامنڅ ته کيدو سره يې د ټول عمر دپاره د ماشوم ژوند د بل د غاړي کوي ، روغتيا پالان وايې چي په دوه څاڅکو واکسين ورکولو سره د ماشوم ژوند د تل لپاره د معيوبيت څخه ژغوري ، خو په ليري پرتو سيمو کي د عامه پوهاوي نه شتون د واکسين په اړه د خلکو ذهن وران کړى دى .

۲۴۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه