زده کړیزه همکاري!
نن ولاړو د معصومو څیرو څخه مو لیدنه وکړل، په ظاهره ډیر دردونکي ښکارېدل خو په لیدلو یې ستړي زړونه هوسا کېدل، دوی په خاورینو دېوالونو کي تدریس کاوه، هغه سهولتونه چي د شتمونو زامونو ته برابر دي، دې زده کوونکو خو بیخي په خوب لا هم نه دي لیدلي.
خو زموږ په ورتګ دوی نور هم درس ویلو ته تشویق سول.

لومړی راځم زده کړیزي همکارۍ ته!
دا په کندهار کي د (روح الله) له خوا یو نوی ګام دی، چي د هغو زده کوونکو څخه به لیدنه کیږي او د هغوی سره به د ضرورت په اندازه کوم چي یاد زده کوونکي ورته زیاته اړتیا لري د بېلابیلو توکو مرسته ورسره کیږي.
نن د ښار ختیځ طرف د ښوراندام سیمي ته ولاړو هلته د حضرت بلال ابتدایې ښوونځۍ اود شهید حاجی محمداغا ښوونځۍ د زده کوونکو څخه مو لیدنه وکړل ورته د درند استاد ښاغلي محمد مرهون په خوږه ژبه د کوچنیانو لپاره ژباړل سوي کتابونه د دوی تر سپېڅلو لاسونو ور ورسول.
په دې سپېڅلي اقدام کي د ځوانانو د چارو امریت امر ځوان شخصیت ښاغلي (حفیظ الله پوپل) هم راسره مل دی.
الله (ج) دي توفیق راکړئ، تر څو په یاده برخه کي مو خپل مسولیت اداکړي وي.
پر تاسو درنو او با احساسه کدرونو باندي ږغ کوم چي خپله همکاري راڅخه مه سپموئ.

۱۸۴ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه