د ترکيې ختیځ کې د پولیسو یوه هلیکوپټر غورځېدلې

د ترکيې پولیسو یو هلیکوپټر چې ۱۲ کسان په کې سپاره وو ،نن د دې هېواد په ختیځ کې وغورځېده.
سیمه اییزو چارواکو ویلي هلیکوپټر له پرواز ۱۰ دقیقې وروسته لادرکه سوه.
مقاماتو ویلي په سپرلیو کې ۷ سرتېري، یو قاضي، یو سرتېری او درې د عملې کسان شامل وو.
ویل کېږي چې دا پېښه شاید د هوا د خرابوالي له امله سوې وي.
د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي خو په هوا کې د لړې له امله يې عملیات له ستونزې سره مخ سوي دي.

۹۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه