امریکا سلو په سلو کې له جاپان سره ولاړه ده

د امریکا مرستیال ولسمشر جاپان ته ډاډ ورکړی چې واشنګټن به له خپلو اسیايي متحدانو سره یو ځای له اټمي وسلو څخه د کوریا د ټاپوزمې د پاکولو لپاره ګامونه واخلي.
مایک پینس نن په توکیو کې د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره د کتنې پر مهال وویل واشنګټن د ازمون په دې وخت کې چې د جاپان له سمندر اغاړه څخه پارونې کېږي د دې هېواد د خلکو ستاینه کوي.
د مایک پینس په وینا امریکا سلو په سلو کې له جاپان سره ولاړه ده.
نوموړي وویل مذاکرات فقط د مذاکراتو لپاره بې ارزښته وي او زموږ لپاره اړینه ده چې فشار راوړو.
شمالي کوریا سره له دې چې د ملګرو ملتونو بندیزونو پرې دي او نړیواله ټولنه يې د اټمي پروګرام مخالفه ده په دې وروستیو کې د توغندیو او اټمي وسلو ازمیښتونو ته زرو ورکړی دی.

۵۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه