امریکا کانګرس ته ویلي ایران دې د اټمي موافقې شرايط رعايت کړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کانګرس ته پرون ناوخته ويلي چې ايران د هغې اټمي موافقې چې د تهران او ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوې ده، شرايط رعايت کړي.
دغه وزارت وايي، د بنديزونو د لېرې کېدو موده يې چې په موافقه کې ورته ټاکل سوې وه، وغځوله.
دا چې ايران دا موافقه عملي کوي که نه؟ په دې اړه بايد په هرو ٩٠ ورځو کې کانګرس ته د تصديق ډاډ ورکړل شي؛ دا د ټرمپ په اداره کې د تصديق اول سند دى چې خپرېږي.
د امريکا په کانګرس کې د استازو د جرګې رئيس پاوْل راين ته په لېږلي ليک کې د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن ويلي، ادارې د اټمي موافقې د عملي کېدو جريان بشپړ څارلی چې معلومه سي ايا د بنديزونو د لېرې کېدو روان بهير د امريکا په ګټه دى که نه؟
د هغې اټمي موافقې له مخې له تهرانه ځينې بنديزونه چې مخکې د امريکا، ملګرو ملتونو اروپايي او نورو هېوادونو له خوا لګول سوي وو، لېرې کړاى سول، په بدل کې يې ايران خپل اټمي فعاليتونه محدود کړل.

۴۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه