ولسمشر د پکتیا له خلکو سره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی

د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل وايي چې ولسمشر د دغه ولايت له خلکو سره د کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د وري په ٣٠مه، په ګردېز ښار کې د ملي ثبات ټولنې د پلويانو يوې غونډې ته وکړې.
هغه زياته کړه، په تېرو شاوخوا درې کلونو کې په دغه ولايت کې پر جدي اړتيا سربېره لا هم هېڅ کومه لويه پروژه نه ده عملي سوې.
امرخېل پر ولسمشر کلکه نيوکه وکړه چې د سولې او ثبات او په مرکز کې د ولايت د سالم استازيتوب لپاره وړ اشخاصو ته د زمينې برابرولو په ژمنه کې پاتې راغلی دی.
نوموړي زياته کړه، ولسمشر غني د پکـتيا د اوسېدونکـو په قربانۍ او رايو تر واکه ورسېد، خو کړې ژمنې يې يوازې ژمنې پاتې شوې او عمل نه دی پرې سوی.
د پکـتيا د ولايتي شورا رييس الامير بهرامزي وويل چې د زون د مرکز په توګه پکـتيا ته هېڅ کار نه دی شوی او د دغه ولايت خلک په بېلابېلو برخو کې ان لومړيو اسانتياوو ته هم لاسرسی نه لري او خلک لا هم د سوو ژمنو عملي کـېدو ته سترګې په لاره دي.
بهرامزی وايي: ((موږ د صحت او تعليم په برخه کې ډېرې زياتې ستونزې لرو، د خلکـو اقتصادي حالت مو هم ډېر خراب دی، زموږ جدي غوښتنه دا ده چې ولايت ته مو بايد جدي پام وسي، سبا بيا هم ټاکنې را روانې دي، بيا به له موږ څخه څوک په کوم نوم او مخ رايه غواړي؟))
قومي مخور جنت خان منګل وويل چې ولسمشر د مشخصو کـړيو له خوا انحصار سوی او د خلکـو اصلي وضعيت او غږ ورته نه رسېږي او له دې امله د ارګ او ولس تر منځ واټن هم مخ پر زياتېدو دی.
منګل وايي: ((جمهور رييس انحصار سوی، غني ويل چې که انحصار سوم راته ووايئ او له انحصاره مې خلاص کړئ، اوس ولس دومره خوا ته نه ور پرېښودل کېږي چې ورته ووايي چې انحصار سوی يې، ځان له انحصاره خلاص کړه او بايد اصلاحات عملي سي.))
دا څويم ځل دی چې د پکـتيا اوسېدونکي ورته د نه پاملرنې او ورسره د سوو ژمنو نه عملي کـېدو له امله نيوکې او اعتراض کوي.
دوی وايي چې ولسمشر د ځينو کـړيو له خوا انحصار سوی او نه پرېږدې چي د ولس رښتينی غږ تر ولسمشره ورسېږي.

۹۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه