هېڅوک هم افغانانو او حکومت ته د ګواښ کولو حق نه لري”

د افغانستان ملي تحريک او د ولسي جرګې يو شمېر غړي، د احمدضياء مسعود وروستۍ څرګندونې غير مسوولانه بولي او وايي، هېڅوک هم حکومت او افغانانو ته د ګواښ کولو حق نه لري.
د غوره حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړى استازى احمدضياء مسعود، وړمه ورځ د ولسمشر د فرمان پر بنسټ له دندې ګوښه کړل سو.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې احمدضياء مسعود په خپلو کړنو کې د نيمګړتياوو له امله له دندې ګوښه کړل سوى دى.
مسعود پرون د ولسمشرۍ ماڼۍ د ياد کار په غبرګون کې وويل، د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو ژمنې پر بنسټ، ولسمشر د هغه د ګوښه کولو حق نه لري. هغه ګواښ وکړ چې ولسمشر د هغه په ګوښه کولو سره هېواد د بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې پر لور بيايي.
د مسعود دغه څرګندونې، د ولسي جرګې د يو شمېر غړو له غبرګون سره مخ سوې دي.
ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې ارين يون، په ياده ناسته کې د مسعود څرګندونو ته په اشارې سره وويل: “موږ دوه ډوله دښمنان لرو، يو ډول يې وسله وال مخالفين دي چې د دولت پر وړاندې جګړه کوي او بله ډله يې په نظام کې داخلي دښمنان دي، چې د حکومت له امکاناتو، وسلې او امتيازاتو د ګټې اخیستو تر څنګ له حکومت سره په مخالفت کې ولاړ دي چې دا ډول دښمنان د داعش او طالبانو په پرتله خطرناک دي.”
نوموړې د مسعود د ګوښه کولو په برخه کې د ولسمشر له دغه کار ستاينه وکړه او زياته يې کړه: “مسعود صاحب چې کله په حکومت کې هم کار کاوه، د حکومت پر ضد به يې خبرې کولې؛ حکومت کې بايد بې پلوه کسان پر دندو وګومارل سي.
هغه وويل، د مسعود اخطار او ګواښ به هېڅ ځاى ونه نيسي؛ ځکه نوموړي د جمعيت اسلامي په استازيتوب له ولسمشره خپله ونډه اخيستې وه، خو اوس د جمعيت نورې څانګې هم د جمعيت له ونډې ګټه اخلي.
په ياده جرګه کې د پکتيکا استازي نادر خان کټوازي هم وويل: “د قانون له مخې، ولسمشر د چارواکو د ګوښه کولو او ګومارلو واک لري، زما په باور احمدضيا خان له اساسي قانونه نه دى خبر او يا هم اساسي قانون نه مني.”
هغه زياته کړه: “د افغانستان خلک د مسعود نوکران نه دي، چې د هغه لپاره جګړه وکړي او دا وطن يو ځلې بيا وران کړي، خلک به هېڅکله هم د مسعود د خوشالولو او څوکۍ لپاره جګړه ونه کړي، خلکو ته د احمدضياء خان د شخصي ګټو په پرتله ملي ګټې مهمې دي.”
په ياده جرګه کې د خوست استازې ساهرې شريف هم د مسعود څرګندونې غيرمسوولانه وبللې او ويې ويل: “د هغه څرګندونو خلکو ته له رواني پلوه زيان اړولى دى.”
هغې زياته کړه: “هېڅوک هم د دې حق نه لري چې حکومت او افغانانو ته ګواښ وکړي، دا ډول خبرې خلکو ته له زيان اړولو او وخت ضايع کولو پرته بله کومه بله ګټه نه لري او له مسعود سره هم نه ښايي او د ګواښ او تاوتريوالي پر ځاى بايد سياست زده کړي.”
هغې وويل، افغانستان يوازې د چارواکو نه دى چې دوى بايد د خپلو شخصي ګټو لپاره حکومت او خلکو ته ګواښ وکړي.
د ولسي جرګې لومړي نايب همايون همايون هم چې د جرګې د نن ورځې مشري يې پر غاړه درلوده، وويل: “د احمدضياء مسعود څوکۍ د سياسي هوکړې پر بنسټ رامنځته سوې وه او نوموړي د دندې پر مهال هم پر حکومت نيوکه کوله، د چارواکو ګوښه کول د ولسمشر له واکونو شمېرل کېږي او له مسعود غواړم چې حکومت، دولت او خلکو ته ګواښ ګواښ ونه کړي، هيڅوک هم حکومت او خلکو ته ګواښ نه سي کولى.”
د يوه بل خبر پر بنسټ، ملي تحريک هم د مسعود د ګوښه کولو هرکلى کړى دى.
د افغانستان ملي تحريک مشر محمد اسماعيل يون نن په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې د احمدضياء مسعود د ګوښه کولو هرکلى وکړ او ويې ويل چې مسعود د ولسمشر د حکم پر بنسټ په غير قانوني ډول پر دنده ګومارل سوى و چې اوس يوځل بيا د ولسمشر د حکم له مخې ګوښه کړل سو.
هغه زياته کړه: “د احمدضياء مسعود ګوښه کول يو مثبت کار دى، که چېرې بې کفايته سلاکاران هم ګوښه کړل شي، د خلکو په ګټه به وي.”
دغه راز د هلمند د مدني ټولنې لسګونه غړو هم د يوې غونډې په ترڅ کې د احمدضياء د ګوښه کولو په اړه د ولسمشر له پرېکړې هرکلى وکړ.
د هلمند مدني ټولنې مشر عبدالحق ځواکمن وويل، ولسمشر د هېواد د قوانينو پر بنسټ د دولتي چارواکو د ګوښه کولو او ګومارلو واک لري.
هغه زياته کړه: “خو دا ډول کسان چې د ولسمشر پرېکړو سره مخالفت کوي، ځان له قانون لوړ ګڼي، زموږ پر وړاندې مجرمين دي.”
د مدني ټولنې يوه بل غړي امان الله نصرت وويل، ولسمشر د خلکو د غوښتنې پر بنسټ احمدضياء مسعود له دندې ګوښه کړى دى.
هغه وويل: “د احمدضياء مسعود په شان نور کسان چې په خپلو کارونو کې ناکام وي، له دې وړاندې چې ولسمشر يې په اړه پرېکړه وکړي، بايد په خپله له خپلو دندو استعفاوې ورکړي.”
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د مسعود له هېڅ ډول ګواښونو ونه ډار سي او پر وړاندې يې مقاومت وکړي.

۶۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه