ولسمشر غني: د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره دې جدي تدابير ونيول سي

ولسمشر غني وايي، د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره بايد جدي تدابير ونيول سي؛ ځکه د ځمکې غصب په هېڅ وجه قانوني کېداى نه سي.
نوموړي دغه څرګندونې د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه کې چې د هغه په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه سوه، په ډاګه کړه.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کې راغلي چې غونډې د سېلاب د مدیریت ملي پالیسي، د قبالې د اجرا او ثبت د مقررو، د امتدادي پروژو د استملاک، د ښاري غیر رسمي ساحو د ثبت مقررې، د زمینداري معلوماتو د برابرولو مرکز د ایجاد طرحې، د شکایتونو د اورېدلو، له فساد سره د مبارزې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د فعالیت د جواز طرزالعمل او د اوبو له منابعو څخه د استفادې د اجازه نامې په اړه بحث او خبرې وکړې.
سرچينه کاږي، په پیل کې د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولینو د سېلابونو د مدیریت ملي پالیسي د سېلابونو د ډولونو، اغېزو او لاملونو د زیاتوالي، د سېلابونو د کمولو د موجوده سېوې، د پالیسۍ تدوین، د افغانستان دریایي حوزې، د خلکو د مشارکت او ونډې او د سېلابونو د خبر ورکولو او وړاندوینې د مرکز ایجاد تر عنوانونو لاندې مطرح کړه.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي وویل، اړینه ده چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې مدیریت د هېواد د ښاروالیو په چوکاټ کې رامنځته سي او د طبیعي پېښو، لکه زلزلې او سېلابونو پر مهال زیانمن شوو ته د خدماتو د رسولو تیاری ولري.
د جمهور رئیس سلاکار عباس بصیر په دې اړه وویل، د پالیسۍ په متن کې دې د اقلیم د بدلون موضوع ته پام وسي او اسیب پذیرې نقطې دې مشخصې او ماتېدونکې څنډې دې هم مدیریت سي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل وویل، د ښارونو ماسټر پلان کې باید د اوبو مسیر مشخص او په پام کې ونیول سي، تر څو په راتلونکي کې هېوادوال له زیانونو څخه په امان وي.
د ځمکو خپلواکې ادارې ريیس جواد پیکار په دې برخه کې د سکتوري ادارو رول مهم وباله وې ویل، د دې ادارو د لیدلوري شریکول د جامع پالیسۍ جوړولو کې مرسته کولای سي.
ولسمشر غني پر یاده موضوع د بحث پرمهال وویل، د افغانستان د سیندونو برخه کې معلوماتي خلاوې وجود لري او د سیندونو لپاره باید تفصیلي موډلونه جوړ شي.
هغه زیاته کړه، استرالیا ته د سفر او د هغه هېواد له مسوولینو سره د اوبو د مسایلو په اړه د بحث پر مهال هغه هېواد تیار دی چې له افغانستان سره د سیندونو او بندونو د واضح موډل جوړولو کې همکاري وکړي.
د ده په وينا، د اقلیم بدلون یوه مهمه موضوع ده او د اقلیم د بدلون، اوبو او ځمکې مدیریت درې اساسي او بنیادي عناصر دي چې باید جدي پام ورته وشي.
نوموړي څرګنده کړه، د سېلاب د خطرونو د مخنیوي لپاره باید اقدامات وسي او د اوبو د مدیریت لپاره لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال پلانونه په پام کې ونیول سي.
هغه د ادارو د لیدلورو شریکول او پر مهمو موضوعاتو بحث د شوراګانو د ایجاد موخه وبلله.
د افغانستان د ځمکو ادارې مسوولینو د قبالې د اجرا او ثبت مقرره چې په درې څپرکو او ۲۵ مادو کې، د امتدادي پروژو د استملاک مقرره په درې څپرکو او ۳۱ مادو او د ښاري غیر رسمي ساحو د ثبت مقرره په پنځه څپرکو او ۲۶ مادو کې ترتیب کړې وې، د بحث لپاره وړاندې کړې.
د هېواد د ځمکو ادارې عمومي ريیس جواد پیکار وویل، د قبالې په ثبت کې به د بېلابېلو هېوادونو له موډل څخه استفاده وسي، تر څو خلک په لږ وخت کې د خپل ملکیت خاوندان سي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست د برابرې سوې طرحې هرکلی وکړ، وې ویل، ښه ده چې یاده طرحه د ښاروالیو رول هم په پام کې ونیسي.
د جمهور ريیس دویم مرستیال محمد سرور دانش د پالیسي او مقررو برابرولو کې د هېواد د ځمکو ادارې اقدامات موثر وبلل او وې ویل، نورې ادارې باید د ځمکو ادارې په څېر کار وکړي.
هغه زیاته کړه د ځمکو اداره ډېر ملاتړ ته اړتیا لري او د مقررو او قوانینو د تطبیق په خاطر باید د تشکیلاتو او متخصصو افرادو د جذب برخې ته جدي پام وسي.
د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري بيا د ادارو تر منځ پر زیاته همغږۍ ټینګار وکړ.
د هېواد ولسمشر په دې اړه څرګنده کړه چې د مصوون ملکیت لرل د حکومت له مهمو موخو څخه ده او واضح طرحه دې وجود ولري، څو هر وطنوال ځان د مصوون ملکیت لرونکی احساس کړي.
هغه زیاته کړه، د ځمکو د استملاک مقرره د محتوا له نظره ستونزه نه لري، اما د غیر رسمي ساحو مقرره زیاتې مطالعې او دقت ته اړتیا لري.
د ولسمشر دویم مرستیال دانش وویل، موږ د سیستم د بدلون په حالت کې یو او د ټولو مقررو او پالیسو د اجرا اولویت بندي او زمان بندي باید وشي او د ولسمشر په ملاتړ دغه بهیر چټکېږي.
د اجنډا بله برخه کې د ځمکوالۍ معلوماتو برابرولو مرکز رامنځته کول، د شکایتونو اورېدلو، له فساد سره د مبارزې او د ځمکې د غصب د مخنیوي طرحه چې د ځمکو ادارې له لوري مطرح شوه، بحث ورباندې وسو.
د ځمکو ادارې مسوولینو وویل، د معلوماتو د وړاندې کولو، شکایتونو اورېدلو، له فساد سره د مبارزې او د ځمکو د غصب د مخنیوي یو مرکز به رامنځته سي چې د دغه مرکز عمده موخې به له ادارې سره د هېواد له داخل او بهر څخه د اړیکو تامین او د پانګونو په اړه د معلوماتو برابرول، شکایتونو ته رسېدنه، د مالکیت حق تامین، له اداري فساد سره مبارزه، د ځمکې د شخړو احصایې ثبت، د خدماتو ښه والي کې د وړاندیزونو ثبت وي.
د ځمکو ادارې عمومي ريیس جواد پیکار وویل، جامع ډېټابیس په پام کې نیول سوی چې ثبت سوي معلومات تجزیه او هغه له بېلابېلو ادارو په ځانګړي ډول له څارنوالۍ سره د هېوادوالو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه شریکوي.
غني د دې طرحې هرکلی وکړ، وې ویل، یاده طرحه منظوره ده او د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره باید جدي تدابیر ونیول شي؛ ځکه د ځمکې غصب په هېڅ وجه قانوني کېدای نه سي.
د فعالیت د جواز طرزالعمل او د اوبو له منابعو څخه د استفادې اجازه نامه چې په شپږو څپرکو او ۳۴ مادو کې ترتیب سوې وه، د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني غونډې ته وړاندې کړه.
د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د یاد طرزالعمل هرکلی وکړ، وې ویل، د هغه د لا بډاینې لپاره زیاتو بحثونو ته اړتیا ده.
د کابل ښاروالۍ سرپرست حبیب زي په دې اړه وویل، جواز دې واحده مرجع ووېشي، تر څو د مراجعینو او غوښتونکو د سرګردانۍ مخنیوی وسي.
سرور دانش بيا وویل، دا موضوع له یوه داخلي طرزالعمل څخه پراخه ده او یاد طرزالعمل باید په یوه مقرره بدل سي.
ولسمشر غني وویل، د دې طرزالعمل حقوقي ستونزې دې وارزول سي، ځکه د اوبو مدیریت مهم دی او باید مشخص شي چې څنګه له سطحي او زیرزمیني اوبو څخه موثره ګټه اخیستل کېدلی سي.
هغه په دې اړه لارښوونه وکړه چې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال محمد سرور دانش تر مشرۍ لاندې دې ګډه کمېټه د جواز د ورکولو د څرنګوالي په اړه کار وکړي.
دانش بيا د تخنیکي پوهې لرل او په دې برخه کې بین الوزارتي کار مهم وباله، وې ویل، اړتیا ده چې په دې اړه د ادارو موثریت وسنجول سي.
هغه زیاته کړه، د اوبو د لګښت په اړه باید دقت وسي او له اوبو څخه د سپما انګېزه باید ټولو هېوادوالو ته بنسټيزه شي، څو په راتلونکي کې د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخ نه سي.

۱۰۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه