د نواز شریف په اړه د سترې محکمې حکم

د پاکستان سترې محکمې نن حکم وکړ چې د هغه هېواد پر صدراعظم نوازشریف د اداري فساد تور باید لا وڅېړل سي خو هغه پرخپله څوکۍ کار ته ادامه ورکولائ سي.
د پاکستان د سترې محکمې پنځه کسیز پلاوي نن ترکلکې امنیتي څارنې لاندې غونډه وکړه او حکم یې وکړ چې له واکه د شریف د لېرې کولو لپاره کافي اسناد نسته خو پر هغه د اداري فساد د تورونو د څېړنې لپاره یې د یوې ګډې کمېټې د ټاکلو حکم هم وکړ.
په اسلام اباد کې محکمې تېر کال د “پانامه پېپرز” له رسوایۍ سره د شریف د اولادونو د نومونو د خپرېدو له امله د هغه د بهرنۍ پانګې په اړه څېړنې پېل کړې.

۸۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه