افغانستان له چين سره د واخان له لارې د نوري فايبر په وسیله نښلول کېږي

د چين او افغانستان تر منځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور په برخه کې د همکاريو تړون لاسليک سو.
پر دغه تړون د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير سيد احمد شاه سادات له خپل چينايي سيال مياو سره لاسليک کړى دى.
سادات چې نن (د وري ٣١مه) بېرته له چين څخه راستون سوى، رسنیو ته وويل چې د دغه تړون له عملي کېدو سره به افغانستان د ډېرو نورو هېوادونو له احتياجه خلاص سي.
د نوموړي په وينا، د دغه تړون له مخې به چين له افغانستان سره په درېيو عمده برخو کې مرسته او همکاري کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير وويل چې د تړون له مخې به د چين له کاشغر څخه به د واخان له لارې شاوخوا ۴۸۰۰ کيلومتره نوري فايبر لين د بدخشان ولايت تر مرکز فيض اباد ښاره پورې وغځول سي.
هغه زياته کړه چې دا نوري فايبر به د ورېښمو د برېښنايي لارې Digital Silk Road په جوړېدو کې خورا مهم رول ولوبوي.
سادات وايي چې د ورېښمو د تاريخي لارې په مسير د نوري فايبر تطبيق افغانستان نه يوازې له اروپا او پرمختللو اسيايي هېوادونو سره نښلوي، بلکې کولی سي د پاکستان، هند، ايران، ازبکستان، چين، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو تر منځ د مخابراتو په برخه کې د يوې برېښنايي څلورلارې رول ولوبوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير زياتوي چې د ورېښمنو برېښنايي لاره به په اوږد مهال کې د سړک او اورګاډي ليکې لپاره هم لومړی مسير وي.
د نوموړي په وينا، دغه راز د دغه تړون له مخې د چين هېواد به د سپوږمکۍ AfghanSat2 په برخه کې هم له افغانستان سره همکاري کوي.
سادات زياتوي چې چين به د دغه تړون له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې به د کدرونو په روزلو او ظرفيتونو په لوړولو کې همکاري کوي.
هغه وويل چې چين ته د دغه سفر پر مهال له ده سره په زېربنايي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر محمد همايون قیومي هم ملتيا کوله.
د نوموړي په وينا، دغه راز د دغه سفر پر مهال يې د ZTE او HUAWEI شرکتونو له مشرانو سره يې هم کتنې وسوې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير وايي چې همدا راز د چين د برېښنا او انرژۍ ځينو شرکتونو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د انرژۍ په سکتور کې هم پانګونه وکړي.

۸۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه