حکمت ښادمن د استاد راستمن سره نقدي مرسته وکړه

IIIIIIIIIIIII
ليکوال Ahmed Lodin

د هيواد بااحساسه او ملي سوداګر حکمت ښادمن د کندهار د ازادو ژورناليستانو د مرکز له لوري د کندهار پوهنتون د عمر خوړلي استاد ( پوهنمل استاد سردارمحمد راستمن ) سره د ( ١٥٠٠٠٠ ) افغانيو مرسته وکړه .
دې استاد د خپل ژوند دريمه برخه په کندهار پوهنتون کي د نوي نسل په روزنه او ښوونه تيره کړې ده ، اوس تقاعد سوى دى خو په حکومت کي يي د تفاعدۍ معاش بند دى ، نوموړى سخت محبوره وو او نن ښاغلي ښادمن د خپلي ملي احساس له مخي د دې استاد سره ( ١٥٠٠٠٠ ) افغانۍ مرسته وکړه .
ياده مرسته نن د کندهار د ازادو ژورناليستانو د مرکز مشرتابه د ښاغلي ښادمن په استازيتوب ياد استاد ته وسپارل .
دې مرستي د استاد پر مايوسه څيره د خوښۍ مسکا خپره کړه .

۴۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه