د غزني ولايت د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې د نومول کېدو د څلورم کال جشن ونمانځل سو.

غزني په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د اسيسکو سازمان له خوا د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه ټاکل سوى و.
له هغه وروسته هر کال دغه ورځ د وري مياشتې په ۲۸مه نمانځل کېږي چې په کې د هېواد لوړپوړي چارواکي او ځايي اوسېدونکي برخه اخلي.
خو سږ کال د نورو کلونو پر خلاف دغو مراسمو ته يوازې د اطلاعاتو کلتور سرپرست وزير ښار جوړوني، او ماليې وزارتونو مرستيالان راغلي وو.
تمه وه چې د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال په ګډون يو شمېر وزيران، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي راشي، خو هغوى رانه غلل.
د غزني والي عبدالکريم متين يادې غونډې ته وويل چې په دغه ولايت کې د دې په وياړ څه کارونه سوي، خو له مرکزي حکومته يې وغوښتل چې دغه ولايت ته خپله پاملرنه زياته کړي، څو د نورو هېوادونو سيلانيان دغه ولايت ته سفر وکړي.
هغه زياته کړه، په دغه ولايت کې زيات شمېر تاريخي ابدې او سيمې سته چې پوره پاملرنې ته اړتيا لري.
د غزني د ولايتي شورا غړي حميدالله نوروز پر مرکزي دولت نيوکه وکړه چې په ۲۰۱۳ کال مراسمو کې يې غزني لومړى درجه ولايت اعلان کړ، خو تر اوسه يې هم ورته د دويمې او درېيمې درجې ولايت په سترګو کتل کېږي.
د نوموړي په وينا، تر اوسه د ښار جوړنې وزارت له لوري د غزني ښار ماسټر پلان او ښاري سيستم نه دى جوړ سوى.
نوموړي له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه وغوښتل چې د دغه ولايت تاريخي ابدو ته جدي پاملرنه او بيارغونې لپاره يې اقدامات وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير رسول باوري وويل چې په دغه ولايت کې ۳۲ تاريخي ابدې رغول سوې دي او د دې تر څنګ يې نور کارونه هم کړي دي.
هغه زياته کړه، غزني کې نور ډېر کار ته اړتيا ده، څو نړيوال يې سيل ته راسي.

۶۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه