کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاین له ټاکلي هدف مخکې پای ته رسېدلی

په کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاین د ۱۴۵۰ جریبه ځمکې په پاکولو سره پای ته رسېدلی، په داسې حال کې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ۱۵۰۰ هکتاره ځمکې هدف ټاکلی و چې له کوکنارو به پاکېږي.
د کوکنار اړولو کمپاین په روانه میاشت (د وري ۱۶مه) پیل سوی و او تېره ورځ (د وري ۳۰مه) پای ته ورسېد.
په کندهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رییس ګل محمد شکران رسنیو ته وویل، د کوکنار اړولو کمپاین پنځلس ورځې وړاندې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو ژېړۍ، پنجوايي، ارغنداب او میوند ولسوالیو کې پیل سوی و چې تېره ورځ پای ته ورسېد.
هغه زیاته کړه، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ورته د ۱۵۰۰ هکتاره ځمکې هدف ټاکلی و چې د کوکنارو له کښت څخه به پاکېږي، خو دوی شاوخوا ۱۴۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
د ده په خبره، د کوکنار اړولو کمپاین ځکه د ټاکلي هدف له پوره کولو مخکې پای ته ورسول سو چې په یادو سیمو کې د کوکنارو نېښ وهل او حاصلات ټولول پیل سول.
دی وايي، اصلي ستونزه دا وه چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ورسره د کوکنارو د اړولو لپاره د بودیجې او وسایلو هېڅ راز مرسته ونه کړه چې له همدې امله کمپاین ناوخته پیل شو او د هدف له پوره کولو وړاندې نیمګړی پای ته ورسول سو.
شکران وویل، اوسنی کمپاین هم د ولایتي ادارې په امکاناتو ترسره سوی دی.
دا چې سږ کال په کندهار کې څومره کوکنار کرل سوي وو، له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس وویل، په دې اړه لا هم کره معلومات ځکه نسته چې په دې اړه د UNODC نړيوالې ادارې له خوا پيل سوې سروې نه ده بشپړه سوې.
خو ده ومنله چې په تخمیني توګه په دغه ولایت کې پر ۴۰ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل سوي دي.
شکران وویل، د کندهار په هغو سیمو کې چې امنیت یې په نسبي توګه ښه دی، کم کوکنار کرل سوي خو په هغو سیمو کې ډېر کرل سوي چې ناامنه دي او د وسله والو او قاچاق وړونکو فعالیتونه په کې زیات دي.
د ده په خبره، د نشه یي توکو د کر او قاچاق ډېره ګټه وسله والو ته رسېږي او د دوی لپاره ښه عایداتي سرچینه ده چې په وسیله یې په هېواد کې جګړه پر مخ وړ کېږي.
د کندهار د ژېړۍ، پنجوايي، میوند او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکي کروندګر وايي، د کوکنارو په کرلو خوشحاله نه دي، خو غربت، د کافي اوبو نشتوالي او نورو ستونزو کوکنارو کرلو ته اړ کړي دي.
نظر محمد د پنجوايي ولسوالۍ هغه اوسېدونکی دی چې کوکنار یې د کمپاین په ترڅ کې اړول سوي دي.
ده رسنیو ته وویل، د اولادونو د رزق لپاره یې د بشپړ کال خواري خاوري سوه.
دی وايي، دغه ظلم دی چې حکومت په ځینو برخو کې د خلکو کوکنار واړول او په ځینو برخو کې یې پرېښودل.
د ده په خبره، که حکومت له کروندګرو سره د بديل معيشت، اوبو لګولو او بازارموندنې په برخو کې مرستې وکړي نو خلک به هېڅکله کوکنار ونه کري.
چارواکي هم وايي، که د کرنې د ودې لپاره کار وسي، د خلکو روا کښتونو ته بازار وموندل سي، ځوانانو ته کار پیدا سي او پرمختیايي پروژې پلې سي نو د کوکنارو د کښت کچه به صفر ته راټيټه سي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، سږ کال د هېواد په کچه د کوکنارو په کر کې ۱۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

۱۰۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه