د پاکستان یو پارلماني پلاوی کابل ته سفر کوي

یو پاکستانی پارلماني پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو د هڅو په لړ کې راتلونکې اونۍ کابل ته راځي.
تر اوسه لا کابل ته د پاکستان د پارلمان د رئیس ایاز صادق په مشرۍ د پاکستاني پارلماني پلاوي د سفر دقیقه نیټه نه ده معلومه او دواړو هیوادونو هم په رسمي ډول لا د دې سفر اعلان نه دی کړی.
خو افغان چارواکي وایي، چې ټاکل سوې دا سفر به د بلې اونۍ په اوږدو کې ترسره سي.
د پاکستان د حکومت یو چارواکي رسنیو ته وویل، چې له کابل څخه د پاکستان د پارلماني پلاوي د کتنې لپاره د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف ته یو بلنلیک استولی دی.
دغه چارواکی وایي، چې د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم ته دا بلنلیک وروسته له هغه استولی، چې پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې افغان ډیپوماټانو سره په یوه کتنه کې د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر وړاندیز کړی وو، چې په کابل کې د افغان حکومت سره د دې وړاندیز د شریکولو وروسته جمهور رئیس غني هم دغې سفر سره موافقه کړې ده.
ډ پاکستان د حکومت دغه چارواکي وویل “جمهوررئیس محمد اشرف غني په خپل بلنلیک کې نه یوازې افغانستان څخه د پاکستاني پارلماني پلاوي د سفر د وړاندیز هرکلی کړی، بلکې ویلي دي چې چمتو دی چې کابل ته د پلاوي د سفر پر وخت دغه پلاوي سره لیده کاته هم وکړي”.
د پاکستان د پارلمان د رئیس ایاز صادق ویاند رسنیو ته وویل، چې ښاغلی صادق به د دغه پلاوي مشري په غاړه ولري، خو هغه وویل چې تراوسه ددغه سفر لپاره دقیقه نیټه نه ده اعلان سوې.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې د ایاز صادق په مشرۍ، کابل ته د دغه هیواد د پارلماني پلاوي په ترکیب کې به په پارلمان کې د بیلابیلو سیاسي ډلو د استازو د ګډون ترڅنګ د پاکستان د کابینې یو شمیر وزیران هم شامل وي.
د پاکستان حکومت دغه چارواکي، کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کیدل دي، چې دا سفر تیره میاشت په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برتانیې د ملي امنیت د سلاکارانو د ګډې غوڼډې په دوام ترسره کیږي.
دا سرچینه وایي، چې په لندن کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د حکومتونو په کچه د اړیکو د پراخیدو او تماسونو د زیاتیدو ترڅنګ د مدني ټولنې په کچه د اړیکو په پیاوړتیا هم موافقه سوې وه.
دا سرچینه وايی، چې د لندن د غونډې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې یو څه ښه سوي دي.
تراوسه افغانستان او پاکستان حکومتونو په رسمي توګه کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي په سفر تبصره نه ده کړې، خو د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال حاجي نذیر احمدزي رسنیوته وویل چې تمه ده د پاکستان د پارلمان د رئیس په مشرۍ دا پلاوی بله اونۍ کابل ته راسي.
ښاغلي احمدزي وویل ” پلاوی به د دواړو هیوادونو د پارلمانونو ترمنځ او د افغانستان او پاکستان د فعلي وضعیت په خاطر باندې چې حالات ډیر ترینګلي سوي وو غواړي چې خبرې وکړي او حالات بیرته نورمال حالت ته راسي”.
ښاغلي احمدزي وویل، چې د دغه پلاوي د سفر یو لوی هدف د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کیدل دي.

۱۰۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه