پنټاګون به اچین کې داعش ته د اوښتو زیانونو راز ونه وايي

Still image taken from a video released by the U.S. Department of Defense on April 14, 2017 shows the moment the "mother of all bombs" struck the Achin district of the eastern province of Nangarhar, Afghanistan, bordering Pakistan where U.S. officials said a network of tunnels and caves was being used by militants linked to Islamic State.  DVIDS/Handout via Reuters TV  ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. EDITORIAL USE ONLY.     TPX IMAGES OF THE DAY

د امریکا دفاع وزیر ویلي د هغو زیانونو په اړه چې په اصطلاح د بمونو مور د داعش ډلې ته اړولي، څه نه وایي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جیمز متېس وایي، پنتاګون به دا راز ونه وایي چې د امریکا تر ټولو لوی بم په ننګرهار کې داعش وسله والو ته څومره زیان رسولی دی.
نوموړي اسرائیل ته د سفر پرمهال د تېرې اوونۍ د پنجشنبې ماښام د هغه برید په اړه چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والو په وړاندي وشو، خبرې کولې.
په هغه برید کې د امریکا پوځ د لومړي ځل لپاره د جګړو په ډګر کې خپل تر ټولو لوی غیر اټمي بم استعمال کړ.
جیمز متېس خبریالانو ته وویل چې پنتاګون د ویتنام له جګړې څخه زده کړل چې په دې ډول یوه برید کې د تلفاتو په شمېرلو سره نسي کېدای د هغه د بریالیتوب په اړه قضاوت وسي.
د امریکا د دفاع وزیر دا خبره هغه حرکت ته اشاره وه چې د ویتنام په جګړه کې د مړو د شمېرلو په نوم وو او هغه مهال به معمولاً د مړو شمېر ډېر زیات خلکو ته ویل کېده.
جیمز متېس په افغانستان کې د داعش پر وسله والو د برید په اړه دغه راز وویل چې دغې حملې وښوده چې امریکا د داعش د ماتولو لپاره ټینګه اراده لري هغه که په سوریه کې وي، که په عراق یا افغانستان کې.
د امریکا دفاع وزیر دا خبره په اسرائیل کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه.
په افغانستان کې د ناټو پوځیانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې تصفیوي عملیات دوام لري.
دوی تر اوسه د تېرې اوونۍ د زورور بم له کبله داعش وسله والو ته د اوښتو زیانونو په اړه دقیق جزئیات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په هغه برید کې تر سلو ډېر داعش وسله وال په اچین کې ووژل سول.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ویلي په وژل سویو کې دیارلس تنه د داعش ډلې لوړ پوړي قوماندانان وو.
تر اوسه خبریالان او نورو خبري ټولنو ته اجازه نه ده ورکړل سوې چې ددې بم سیمه وویني، خو په اچین کې د بم د سیمي شااوخوا اوسېدونکي یوازي دا تائیدوي چې په برید کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

۱۵۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه