پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله کې ۵ سرتېري وژل سوي

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته وویل چې د لومړنیو راپورنو لمخې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله کوونکي درې تنه وو چې یو تن یې وژل شوی یو تن ژوندی نیول سوی او یو لاهم مقامت کوي.
ښاغلي وزیري زیاته کړې چې په حمله کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل سوي او شپږ نور ټپیان سوي دي.
هغه وویل چې یاد وسله وال د ملي اردو رنجر موټر نه په استفادې قول اردو ته ننوتي و.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام هم مخکې رسنیو ته وویل چې قول اردو ته داخل سوي وسله وال دامهال د افغان سرتېرو لخوا تر محاصرې لاندې دي.
تر دې وړاندې بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو روغتون مسؤلینو ویلي و چې پر یاد قول اردو تر حملې وروسته د پېښې له ځایه دوی ته ۸ مړي او ۱۵ ټپيان ورکړل سوي دي.
پر همدې مهال د بلخ حوزوي روغتون مشر ډاکټر نور محمد فیض وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه دوه ټپیان ور وړل سوی دی.
د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او په یاده حمله کې ګڼو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

پخواني معلومات:

بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي یو شمېر کسان چې پوځي یونیفورم یې په تن و پر یاد قول اردو حمله کړې ده.
چارواکي وايي چې یاد وسله وال په دوو رنجرو کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ته داخل سوي.
د شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام د یاد خبر په تائید سره رسنیو ته وویل چې وسله والو لومړی چاودنه وکړه او وورسته یې حمله وکړه.
ویل کېږي چې یاد وسله وال د جمعې لمانځه پرمهال قول اردو ته داخل سوي او لومړی یې پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي.
تر دا مهاله دغه حمله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل سوي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري دغه حمله تائید کړې او ویلي یې چې په دې اړه به رسنیو سره وروسته جزئیات شریک کړي.
تر دامهاله ددې پېښې مسؤلیت هېڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

۱۹۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه