په کندهار کې د ازادو ژورنالیستانو مرکز جوړ او پرانیستل شو.

IMG_4073
ليکوال Ahmed Lodin

د دغه مرکز د پرانیستنې مراسم نن مازیګر ناوخته جوړ شوي وو چې د خبریالانو تر څنګ په کې د ولایت مالي اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال او یو شمېر نورو چارواکو او مخورو ګډون کړی وو.

د دغه مرکز مشر احمد لودین وویل، په کندهار کې د ازادو ژونالیستانو د مرکز جوړولو موخه خبریالانو ته د کار خوندي چاپېریال برابرول او د هغوی مسلکي وړتیاوې لوړول دي.

ده زیاته کړه، دا په کندهار کې د خبریالانو لومړۍ ټولنه ده چې مرکزیت یې په کندهار کې دی.

دی وايي، دا مرکز یې له عدلیې وزارت سره ثبت کړی او د خبریالانو د حق العضویت له لارې به تمویلېږي.

د کندهار ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب د دغه مرکز په پرانیستل کېدو خوښي وښودله او په مطبوعاتي ډګر کې یې خبریالانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په ورته توګه نورو چارواکو هم د خبریالانو لپاره د دغه مرکز جوړولو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې له دې سره به د خبریالانو او رسنیو په کارونو کې ښه والی راشي.

کندهار مېشتي ډېری خبریالان وايي، که څه هم په دې ولایت کې د خبریالانو نورې ټولنې شته، خو د زياترو یې مرکزونه په کابل کې دي او دلته یې یواځې څانګې فعالیت کوي.

د دوی په خبره، دا چې د دې ټولنې مرکز په کندهار کې دی، نو د نورو په پرتله به یې فعالیت محسوس وي.

۵۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه