کندهار والي د خبريالانو او رسنيو سره د همکاري ژمنپاڼه لاسليک کړهz

lodin kkk
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار والي هغه تعهدپاڼه لاسليک کړه چي له مخي به يي د خبریالانو پر وړاندي پرتې ستونزي به له منځه وړي .
د کندهار والي د بیان د آزادۍ د لمانځغوندي پر مهال وویل چي خبریالان د زورواکانو له لوري د ګواښونو سره مخ دي او تعهد یې وکړ چي ولایتي اداره به د بیان آزادي ته ژمن وي او د خبریالانو پر وړاندي پرتې ستونزي به له منځه وړي .
ددغه لمانځغوندي پر مهال په سهیل کي د ملګرو ملتونو د سیاسی نمایندګی ( يوناما ) مشر وویل چی دوی د بیا آزادی ته ژمن دي او هڅه کوي ترڅو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي د خبریالانو پر وړاندي پراته خنډونه ليري کړي .
په ورته وخت کي د هملند او کندهار د ژورناليستانو د دفاع د برخي مسؤلين وايي په تير کال کي سويل لوديځ زون د خبريالانو لپاره مالوماتو ته د نه لاسرسي او ګواښونو په برخه کي تر بل هر وخت زياتي پيښي لري .
د جنوب لویدیز زون خبریالانو د خپلو ویناو پر مهال وویل چي تر اوسه له خبريالانو څخه مالومات پټيږي او نسي کولاى پر څيړنيزو راپورنو کار وکړي .
ددوى په وينا ١٣٩٥ کال په دې زون کي تر ټولو تريخ کال وو چي خبريالان د ځينو راپورونو پر سر د دولت او د دولت د وسله والو مخاليفينو له لوري ګواښل سوي دي .
د بيان د ازادۍ د ورځي لمانځنه د کندهاري خبريالانو مرکز ، کندهار ولايت مقام او خبريالانو ولمانځل .
کندهاري خبريالانو د والي په ګډون د هغه مرستيال ، وياند او د اطلاعاتو کلتور ريس او د زون اړوندو ولايتونو خبريالانو ته ايوارډونه او ستاينليکونه هم ورکړل سوه .
کندهار والي د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون خبريال احمد لودين ته د غوره خبريال ايوارډ هم ورکړ .

۱۹۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه