د ټرمپ اصلاح سوی حکم مسلمانان نه اغېزمنوي

د امریکا د حکومت یوه څارنوال پرون دوشنبه وویل، امریکا ته د سفر د بندیز په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اصلاح سوی حکم په نامنصفانه ډول مسلمانان نه اغېزمنوي.
ده دا خبره په داسې حال کې وکړه چې سیاټل کې د امریکا د استیناف محکمې د هاوايي محکمې پر پرېکړه غور پیل کړی دی.
د ټرمپ ادارې د هاوايي محکمې د قاضي د هغې پرېکړې په اړه د استیناف محکمې ته دعوه وړې چې د ۶ عمدتاً مسلمانو هېوادونو د اتباعو او مهاجرو د مخنیوي لپاره یې د ولسمشر ټرمپ حکم رد کړی و.
په مارچ میاشت کې د هاوايي محکمې د ټرمپ د پرېکړې پرضد یو حکم صادر کړ چې په درسته امریکا کې د اجرا وړ دی.
قاضي ویلي چې د ټرمپ حکم د دې لپاره ردوي چې په مسلمان ضد انګېزه صادر سوی دی.
خو د ټرمپ اداره وايي، دا موقتي بندیز چې امریکا ته د ایران، سوریې، سوډان، لیبیا، سومالیا او یمن د اتباعو د سفر مخه نیسي، د ملي امنیت د ساتنې په هدف لګول سوی دی.

۹۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه