ټرمپ د ترکیې د ولسمشر سره وکتل

President Donald Trump reaches out to shake hands with Turkish President Recep Tayyip Erdogan in the Roosevelt Room of the White House, Tuesday, May 16, 2017, in Washington. (AP Photo/Evan Vucci)
President Donald Trump reaches out to shake hands with Turkish President Recep Tayyip Erdogan in the Roosevelt Room of the White House, Tuesday, May 16, 2017, in Washington. (AP Photo/Evan Vucci)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشر طیب اردوغان سره په سپینې ماڼۍ کې ملاقات وکړ.
د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د امریکا سره د ترکیې د تاریخي ملگرتیا یادونه وکړه. هغه وویل چې ترکیه به د کردي جنگیالو ملاتړ و نه زغمي خو په څرگنده توگه یې په امریکا نیوکې ونکړې.
د امریکا ولسمشر ټرمپ چې طیب اردوغان یې څنگ ته ناست و، وویل” مونږ ډیرې ښې اړیکي لرو او دا اړیکې به لا نورې هم ښه کوو.”
اردوغان وویل چې د هغه دا سفر یو تاریخي سفر دی او دواړه ملکونه متحد دي هغه زیاته کړه “زمونږ د سیمې په راتلونکې کې د ترهگرو ډلو لپاره هیڅ ځاې نسته او د وایي پي جي فعالیتونه به قبول نکړو.”
د یادونی وړ ده چې دغو دواړو مشرانو په داسي وخت کې سره وکتل چې د کرد جنگیالو د ملاتړ په مسئلې د امریکا او ترکیې تر منځ اختلاف پیدا سوی دی.
په دی برسیره په واشنگټن کې هم د هغې نه وروسته سیاسي بحثونه تاوده سوي چې داسي رپورټونه خپاره شول چې ولسمشر ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره د داعش په خلاف د عملیاتو په هکله سري استخباراتي معلومات شریک کړیدي.
ټرمپ دوه اونۍ مخکې د اسلامي دولت په ضد د عملیاتو په لړ کې یو پلان تصویب کړ چې د کردانو د واي پي جي ډلې ملاتړ به وکړي. امریکا د وایي پي جي ملاتړ په دی هدف کوي چې هغوي د اسلامي دولت د ډلې نه د رقا سیمه بیرته ونیسي.
اردوغان د امریکا د سفر نه مخکې خبریالانو ته ویلي و چې کوښښ به وکړي چې ولسمشر ټرمپ په دی قانع کړي چې د واي پي جي د ډلې د ملاتړ په هکله خپله فیصله بدله کړي.
د کردانو د کارگر د پی کی کی ډله د ترکیې په شمال ختیځ کې د ١٩٨۴ کال نه راپدیخوا د حکومت په ضد جنگیږي او امریکا ترکیه او اروپا یې ترهگره ډله بولي. ترکیه وایي چې د وای پي جي ډله په اصل کې د پی کی کی یوه برخه ده.

۲۵ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه