امریکا د اردوغان د ساتونکو او اعتراض کوونکو اخ و ډب وغانده

د امریکا متحد ایالتونو په واشنګټن کې د ترکیې د ولسمشر د ساتونکو او اعتراض کوونکو اخ و ډب په سختو ټکو غندلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر نوورت Heather Nauert وویل، تېری کله هم د بیان ازادۍ ته ځواب نه‎سي ویلی.
د نوورت په باور، متحده ایالات تل او په هرځای کې د بیان د ازادۍ او د سوله ییزو اعتراضونو ملاتړ کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې و، ترڅو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، خو له واشنګټنه د لیدنې پر مهال د اردوغان ساتونکو له کُردي اعتراض کوونکو سره شخړه وکړه.
شاهدان وایي چې د ترکیې د ولسمشر ساتونکو، د سفیر له استوګنځي سره د واشنګټن پولیس له سیمې شاته کړل او بیا له اعتراض کوونکو سره په اخ و ډب سول.

۲۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه