په خاکريز ولسوالۍ کي طالبانو او پوليسو جګړې کړي دي

Khak
ليکوال Ahmed Lodin

تيره شپه د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ سختي نښتې سوي دي چي پر مهال يي دواړه لوري يو او بل ته د مرګ ژوبلي د اړولو ادعاوي کوي .
د کندهار امنيه قومانداني وايي ، چي لمړى طالبانو د دې ولسوالۍ د درزاب او سيلاني سيمو کي پر امنتي پوستو باندي بريدونه پيل کړه چي بيا د پوليسو د سخت مقاومت سره مخ سوه .
د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي ، چي په دې نښتو کي ديارلس وسله وال وژل سوي او نهه تنه نور ټپيان سوي دي .
طالبانو پر يادو پوستو باندي د بريدونو مسووليت په غاړه اخستى دى او ادعا کوي ، چي درې پوستې يي نيولي او پنځه پوليس يي وژلي دي خو امنيه قومانداني دا ادعا ردوي .

۳۳۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه