په ارغستان ولسوالۍ کي پنځه پوليس او پنځلس طالبان وژل سوي دي .

Police
ليکوال Ahmed Lodin

تيره شپه افغان ملي پوليسو او وسله والو طالبانو د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي درنه نښته کړې ده او پر مهال يي دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .
لمړى وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د نرغل په سيمه کي د پوليسو پر امنتي پوستو باندي بريدونه وکړه او وروسته د پوليسو د غبرګون سوه مخ سوه چي پر مهال يي پنځه پوليس او پنځلس وسله وال طالبان وژل سوي او شپږ ملي پوليس او دوولس وسله وال طالبان ټپيان سوي دي .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى د پيښي او يادي مرګ ژوبلي پخلى کوي .
طالبان هم د يادي نښتي پخلى کوي او ادعا کوي چي د جګړې پر مهال يي د شمشاد په نوم د پوليسو د يوه قوماندان په ګډون نهه پوليس وژلي دي .

۱۸۰ ټول کتل سوی شمېر ۱۰ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه