وفاء : د دوستۍ دروازه دي همداسي تړلي پاتي سي .

IMG_7047
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د ولايتي شورا غړى نعمت الله وفا د کندهار د امنيه قوماندان د هغه پريکړي ملاتړ وکړ چي پاکستان ته د ويش پولي د دروازې د خلاصيدو اجازه نه ورکوي .
پاکستان دوه اونۍ مخکي وروسته له هغه د سپين بولدک ولسوالۍ د ويش پر پوله د دوستۍ دروازه وتړل کله چي د لقمان او جهانګير کليو پر سر دواړو هيوادونو نښته وکړه .
تيره اونۍ پاکستان افغان دولت ته وړانديز کړى وو چي دروازه به خلاصه کړي خو د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق وايي چي د مرکزي حکومت په هدايت يي ځکه اجازه ورنه کړه تر څو شخړه پاى ته نه وي رسيدلې دوى خلاصه دروازه نه غواړي .
د کندهار د ولايتي شورا غړى نعمت الله وفا هم ورته دريځ لري او وايي چي نور افغانستان د پاکستان وارداتو اړتيا نه لري او ښه دى چي دا دروازه همداسي بنده پاتي وي .
نوموړي کندهار ورځنۍ ته وويل چي يو کال مخکي يي هم ورته وړانديز کړى وو خو ونه منل سو او سږکال له حکومته غواړي چي دروازه همداسي بنده پاته سي .
د دروازې د تړلو له امله دا مهال دواړو غاړو ته زرګونه افغانان بند پاتي دي .

۹۱۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه