کابل کې د امریکا سفارت د ننګرهار پر ملي تلوېزیون حمله وغندله

په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت ویلي خپلواک او فعال مطبوعات د تېرو ۱۴ کلونو لویه لاسته راوړنه ده او پر دوی حملې هېڅ کله د افغانانو هوډ نه سي کمزوری کولای.
دغه سفارت په افغانستان کې د امریکا د شارژدافیر هوګولارنس له قوله نن په یوه بیان کې دا خبرې کړي دي.
د امریکا سفارت په دغه بیان سره په جلال اباد ښار کې د ملي راډیو ټلوېزیون پر ودانۍ پرونی برېد غندلی دی.
تر دې مخکې هم د خبریالانو ګڼو مدافع ډلو د ننګرهار پر ملي راډیو ټلوېزیون برید غندلی دی.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې بیا د دې تر څنګ چې د یادې حملې د څېړنې غوښتنه یې کړې ده ویلي چې چارواکو د یادې حملې په اړه معلومات درلود خو په مخنیوي کې یې پاتې راغلل.
په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ملي راډيو ټلوېزیون پر ودانۍ په پروني برید کې د دوه پولیسو په ګډون د دغه تلوېزیون څلور کارکوونکي ووژل سول او د اوو پولیسو په شمول اولس تنه ولسي وګړي ټپيان سول.

۱۱۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه