د ټرمپ سلاکرانو ۱۸ واره روسي چارواکو سره اړیکې ټینګې کړي

رویټرز خبري اژانس وايي، د ډونالد ټرمپ سلاکارانو د تېر کال د انتخاباتي کمپاینونو په وروستیو اوو میاشتو کې اتلس واره له روسي چارواکو او هغو خلکو سره اړیکې ټینګې کړي چې له کرملېن سره یې اړیکې درلودې.
رویټرز خبري اژانس دا خبره نن په یوه رپوټ کې د یو شمېر برحاله او پخوانیو چارواکو په حواله کړې چې نومونه یې نه دي اخیستي.
په رپوټ کې راغلي چې د ټرمپ سلاکارانو د ټلیفون او بریښنالیکونو له لارې اړیکې نیولي دي.
رویټرز ته سرچینو ویلي چې د دغو اړیکو څېړنه د هغو تحقیقاتو یوه برخه ده چې په انتخاباتو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې او د ډونالد ټرمپ له انتخاباتي ټیم سره د اړیکو په اړه کېږي.

۱۲۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه