غني: د دولت او حزب اسلامي سوله به له نورو مخالفينو سره د سولې لامل سي

ولسمشر غني، له حزب اسلامي سره سوله د پاک نيت، ټينګې ارادې او قانونيت پايله بولي او هيله څرګندوي چې د سولې د خبرو دغه چوکاټ له نورو افغان وسله والو مخالفينو سره هم د سولې لامل سي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې محمداشرف غني دغه څرګندونې تېره ورځ ماښام د پکتيا له مشرانو سره په هغه ناسته کې وکړې چې په ارګ د پکتیا د قومي مشر او جهادي شخصیت حاجي سردار احمدزي د وفات له امله د مرحوم د کورنۍ غړو، د پکتیا مشرانو او متنفذینوسره د غمشریکۍ په موخه جوړه سوې وه.
ولسمشر غني په دې ناسته کې، د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بریالیو مذاکراتو ته په اشارې ويلي چې دغه مذاکرات د پاک نېت، ټینګې ارادې، قضاوت او قانونیت په اساس ترسره سول او دا چوکاټ به د دولت او نورو افغان وسله والو مخالفانو د سولې لامل سي.
غني یادو مشرانو ته په خطاب کې وېيلي:” تاسو ټول د سولې سفیران یاست او ستاسو د هلو ځلو او مشورو له امله به د سولې نورې ګټورې لارې هم تشخیص سي، تر څو په افغانستان کې د وژنو، قتلونو، ورانیو او ناامنیو لړۍ پای ومومي.”
مولوی خالقداد چې په دې ناسته کې يې د نورو په استازيتوب خبرې کړي، ولسمشر ته د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د دولت او حزب اسلامي د سولې مبارکي وېيلې او له نورو افغان وسله والو مخالفینو سره یې د سولې د ورته بریالیو خبرو د تداوم هیله څرګنده کړې ده.
د دولت او حزب اسلامي تر منځ له اوږدو بين الافغاني خبرو په پاى کې تېر کال د تلې په مياشت کې د سولې هوکړه لاسليک سوه او له مخې يې حزب اسلامي له وسله وال مخالفت څخه لاس واخيست. د دغه ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د همدې هوکړې له مخې درې اونۍ مخکې کابل ته راغى.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني د پکتیا قومي مشرانو او متنفذینو ته د مرحوم حاجي سردار د وفات له امله تسلیت ووایه او مرحوم ته یې دخدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.
مولوي خالقداد د ولسمشر له غمشریکۍ څخه په مننې د حاجي سردار احمدزي د شخصیت په اړه خبرې وکړې او هغه یې خیرغوښتونکی او سوله ییز شخصیت وباله.
ده د حکومت له اقتصادي او انکشافي پروژو د ملاتړ ترڅنګ د ولسمشر د هلو ځلو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه.

۲۵۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه