ننګرهار کې یوه محلي پولیس پنځه نور پولیس وژلي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه د مارکو بازار سره نېږدې په یوه امنیتي پوسته کې پنځه تنه پولیس د خپل یوه پولیس ملګري لخوا وژل سوي.
د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي رسنیو ته ويلي چې دغه پولس لومړی خپل ملګري مسموم کړي او بیا وروسته په ‌‌‌‌‌‌ډزو سره وژلي.
نوموړی وايي، د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

۲۲۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه