پروان کې د علماوو شورا مشر د وژنې په تور يو تن ونيول سو

د پروان مرستيال والي، وايي د دې ولايت د علماوو شورا د مشر مولوي عبدالرحيم حنفي د وژلو په تړاو د نصيراحمد په نوم يو تن نيول سوى دى.
مولوي عبدالرحيم حنفي، د روانې (غويې) مياشتې په ١٩ مه د پروان په مرکزي دارالعلوم کې د تدريس پر مهال په ټولګي کې د ځاى پر ځاى سوي ماين په چاودنه کې ووژل سو.
په دې چاودنه کې د دارالعلوم پنځه زده کوونکي ټپيان سول.
د پروان د والي مرستيال شاه ولي شاهد وايي چې په دې تړاو نيول سوى تن (قاري نصيراحمد) ٢٤ کلن او د پروان د مرکز اړوند د کوزې تتمدرې اوسېدونکى دى.
د ده په وينا، نصيراحمد د پروان د مرکزي دارالعلوم د څوارلسم ټولګي زده کوونکى دى او “ترهګرو” د حنفي د وژلو دنده ورکړې وه.
دى وايي، چې دغه کس دوې ورځې وروسته له هغې چاودنې ونيول سو چې حنفي په کې ووژل سو. د شاهد په وينا، نصيراحمد په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي دي چې په خپل دغه کار پښېمانه دى.
د پروان د والي مرستيال وايي، د مولوي حنفي د وژنې د څرنګوالي په اړه ډېر معلومات تر لاسه شوي، خو دا مهال يې د امنيتي دلايلو له مخې له رسنيو سره نه شريکوي.

۱۶۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه