په کندهار کي د انارګل مشاعره جوړه سوه .

IMG_7396
ليکوال Ahmed Lodin

په کندهار کي د انارګل دوديزه مشاعره جوړه او پر مهال يي د ټول هيواد څخه ورغلو شاعرانو شعرونه وويل .
د کندهار والي او نورو ويناوالو د کندهار فرهنګي هڅي وستايلې .
انارګل د کندهار دوديزه او کلنۍ مشاعره ده چي هر کال د انار د ګلونو د غوړيدو پر مهال جوړيږي .
د انارګل مشاعره هر کال هغه وخت جوړيږي ، کله چي د پسرلي په وروستيو کي ورځو کي د انارو وني ګلونه وکړي .
سږکال هم دغه مشاعره په خورا جم او جوش سره جوړه سوه چي د لوى کندهار تر څنګ د ټول هيواد نه شاعرانو او ليکوالانو ګډون پکښي کړى وو .
د کندهار والي والي تورنجنرال زلمى ويسا، امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق او نورو ويناوالو د کندهار رواني فرهنګي هڅي وستايلي .
وروسته مشاعره پيل سوه چي د هيواد د ګوټ ګوټ نه راغلو شاعرانو پکښي شعرونه وويل .
مشاعرې تمثيلي ټوټي او ټنګ ټکور هم درلود چي د ګډونوالو خوښي يي يو په دوه کړه .
انارګل مشاعره خورا پخوانۍ تاريخي مخينه لري ، خو تير څو کلونه ناامنيو پيکه کړې وه او اوس بيرته د غوړيدو په حال کي ده .

۵۵۵ ټول کتل سوی شمېر ۵ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه