افغان د معلولینو کرکټ لوبډلي دهند لوبډلي ته ماتې ورکړه

د افغانستان د معلوليت لرونکو کرکټ لوبډلې په يوه شل اووريزه لوبه کې د هندوستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنیوته وويل چې د هېواد د معلوليت لرونکو لوبـډله د درېيو لوبو ترسره کولو په موخه هندوستان ته تللې ده.
هغه زياته کړه چې پرون د دواړو هېوادونو د يادو لوبډلو تر منځ درېيمه او وروستۍ لوبه ترسره سوه.
هوتک وايي، د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې توپوهنه پيل کړه چې په د ټاکلو شلو اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۷ منډې جوړې کړې، محمدالله ۸۴ منډې جوړې کړې.
د نوموړي په وينا، د هند د معلولينو ملي لوبډله ونه توانېده چې ورکړل سوی هدف پوره کړي او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اورونو کې ١٦٩ منډې جوړې کړې. دغه راز افغانستان دا لوبه د ٢٨ منډو په توپير وګټله.
د افغان معلولينو لوبډلې له لوري نبي الله ۴، طفيل ۲ او صبور اورياخېل يو لوبغاړي وسوځول. محمدالله د لوبې غوره لوبغاړى اعلان سو.
د يادونې ده، لومړۍ دوه لوبې د هندوستان د معلولينو لوبډلې ګټلې وې.

۳۶۸ ټول کتل سوی شمېر ۹ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه