زابل : د خبريالانو د خونديتوب دپاره د خبريالانو او ځايي چارواکو ناسته وسوه .

Zabull
ليکوال Ahmed Lodin

د زابل والي بسم الله افغانمل په مشرۍ د ژورنالیستانو او رسنیو د امنیت، مصؤنیت او معلوماتو ته د لاسرسۍ په موخه مشورتې غونډه جوړه سوه .
دا غونډه چي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټي په سپارښتنه او غوښتنه وروسته له هغه جوړه سوه ، چي په دې وروستيو کي د زابل خبريالان د يو شمير ستونزو سره مخ شول .
کميټي د زابل له والي وغوښتل چي د امنيت شورا او د رسنيو د فدراسيون د جوړ شوي طرزالعمل له مخي ژر کميټه جوړ کړي ، ځکه چي په ټولو ولايتونو کي جوړي شوي دي خو زابل پاتي ده .
د زابل والي افغانمل نن په همدې موخه يو شمير خبريالان ، امنتي مسوولين او اړوند ريسان ور غوښتي وه او د خبريالانو د امنيت ساتني په اړه يي هغوى هغوى ته ځانګړي سپارښتني وکړي .
افغانمل زیاته کړه د زابل ولایتي اداره د رسنیو او ژورنالیستانو د امنیت او مصؤنیت په برخه کې ځان مسؤل ګڼې او د هغوی سره هر راز مرستې او همکاری ته چمتو ده.
دغه راز نوموړي وویل چی د امنیت شورا لخوا د ژورنالیستانو او رسنیو د خوندیتوب په موخه به ډير ژر د ژورنالیستانو او رسنیو د خوندیتوب کمېټه په راتلونکې څو ورځو کې جوړه کړي او د یاد طرزالعمل په عملي کیدو سره به تر ډيره بریده د رسنیو او ژورنالیستانو ستونزې حل شي. ښاغلی افغانمل ډاډ ورکړ چی په نژدي ورځو کی به د ملکی او نظامی ادارو د اطلاعاتو ګډ مرکز جوړ کړي چی ددې مرکزله لاری به ژورنالیستان پر وخت او زمان دقیق ، مؤثق او معتبر معلومات تر لاسه کوي

۱۸۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه