کندهارى : کيداى سي چي اختر د يکشنبې په ورځ وي

Akhtar
ليکوال Ahmed Lodin

د هېواد وتلي ستور پېژندونکي عبدالله کندهار وړاندوينه کړې ده چې کوچنى اختر به د راتلونکې يکشنبې په ورځ وي.

هغه نن رسنيو ته ويلي چې د رمضان مياشت به ٢٩ ورځې وي او کوچنى اختر به د راتلونکې يکشنبې په ورځ ( د چنګاښ په څلورمه) وي.

خو عبدالله کندهاري وويل، وروستۍ پرېکړه به د افغانستان ستره محکمه اعلانوي.

نوموړي وويل، د شنبې په ورځ ( د چنګاښ په ٣مه) به د اختر مياشت لومړى د بدخشان ولايت په فيض اباد ښار کې له لمر پرېوتلو وروسته وليدل شي.

کندهاري زياته کړه چې بيا له هرې سيمې څخه د تېرېدو پر مهال به د شوال يا کوچني اختر مياشت په هره سيمه کې د اوو اتو دقيقو لپاره د ليدلو وړ وي.

د نوموړي په وينا، په ټوليزه توګه به د شوال مياشت په افغانستان کې تر ٤٠ دقيقو پورې ليدل کېداى شي.

د يادونې ده چې د سعودي او ځينو نورو عربي هېوادونو ستور پېژندونکو هم د يکشنبې په ورځ د کوچني اختر وړاندوينې کړې دي.

د افغانستان ستره محکمه د سعودي عربستان د سترې محکمې د پرېکړې سره سم خپله پرېکړه اعلانوي.

۲۴۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه