د رسنیزو سرغړونو کمیسیون یو شمېر رسنیو ته ګوتڅنډنه وکړه

Boom
ليکوال Ahmed Lodin

کابل پريس کلب :

د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څار کمېسیون نن چهار شنبه د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې یو شمېر رسنۍ په هېواد کې ژبنیو او قومي بيلتون ته لمن وهي.
په دغه کنفرانس کې د رسنیو د څار او سرغړونې د کمیسیون مرستیال ضیا بومیا یو شمېر هغو رسینو ته ګوت څنډنه وکړله چې د ژورنالیزم اصول او اخلاق په پام کې نه نیسي.
نوموړي د کومې رسنۍ نوم یاد نکړ؛ خو زیاته يې کړه چې په بل ځل تيروتنه به يې تاسو په څارنوالۍ کې وپېږنۍ
بومیا وویل:«دا به ځینو رسنیو ته لومړنۍ گواښ وي؛ که بل ځل یې له قوانینو، اخلاقي کوډونو او معیارونو څخه سرغړونه وکړه نو بیا به په محکمه کې څرگنده شي چې کومې رسنۍ دي، مخکې له مخکې یې نوم نه اخلو خو وروسته له دې زموږ له خوا ورته گوت څنډنه ده چې که بیا له معیارونو سرغړونه وکړي په محکمه کې به ورسره گورو.»
په دې کنفرانس کې د ولسي جرگې غړی میرویس یاسیني هم له دې کبله بېگناه وبلل شو چې د کابل د چهار شنبې په خونړۍ پېښه کې هغه گرم بلل شوی و.
د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څار کمېسیون وايي هغه قضیه یې څېړلې چې د اریانا نیوز ټلویزیون په یوه رپوټ کې د یادې خونړۍ پېښې ټانکر د ولسي جرگې په غړي میرویس یاسیني پورې اړوند بلل شوی و.
کمېسیون وايي یاسیني په یاده پېښه کې بېگناه بلل شوی او آریانان نیوز د نا کره مالوماتو پر بنسټ دا رپوټ چمتو کړی و.
د دې کمېسیون بل غړي صدیق الله توحیدي په دغه کنفرانس کې ځینې رسنۍ ژبني او قومي بېلوالي ته په لمن وهلو تورنې کړې او غوښتنه یې وکړه چې له دې وروسته باید داسې څه خپاره نه کړي چې قومونه سره لري کوي.
رسنۍ په افغانستان کې تر خپله حده خپلواکې شوې دي؛ خو کمېسیون وايي اوس لیدل کیږي چې ځینې یې تر خپل حد پښه اړوي او ملي مسایل په پام کې نه نیسي.

۱۵۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه