کندهار : د حضرت محمد (ص ) په نوم لوى مسجد جامع جوړ سوى دى

MASJID_2
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار په نوي جوړ سوي ښارګوټي ( عينو مېنه ) کي يوه لويه جامع جوړه او ګټي اخستني ته وړاندي سوې ده .
د حضرت محمد ( ص ) په نوم دا مسجد جامع په دوهمه عينو مېنه کي پر اته ويشتم او نهه ويشتم سړک ګډ موقيعت لري چي په څلويښت زره متره مربع ځمکه کي جوړه سوې ده .
دا مسجد جامع د د تيرو شپږو کلنو په موده کي د کندهار ملي سوداګر سيد حسين هاشمي جوړه کړې ده .
نوموړى وايي چي ، د جامع دپاره د ديني زده کړو لوى مرکز ، مجهز کتابتون ، لوى پارکينګ او پارک د جوړيدو کارونه پاى ته رسيدلي چي په نژدې راتلونکي کي به ګټي اخستني ته وړاندي سي .
د حضرت محمد ( ص) په نوم دا لوى مسجد جامع د لوى کندهار په کچه لويه جامع ده چي په يوه وخت کي لس زره کسان ځايوي .
سږکال په لمړي ځل د کوچني اختر لمونځ هم په دې مسجد جامع کي ادا کيږي چي ټول خلک ګډون پکښي کولاى سي .

۱۴۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه