يکشنبه اختر دى : د اختر د را رسيدو په مناسبت د کندهار د خبريالانو د مرکز د مبارکۍ پيغام

fffffffffff
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د ازادو خبريالانو مرکز د افغانستان ولسمشر ، اجراييه ريس ، د کندهار والي ، دواړو مرستيالانو ، ولايتي شورا ، امنيه قوماندان ، قومي مشرانو ، خبريالانو او ټولو هيوادوالو ته د نيکمرغه کوچني اختر د را رسيدو له امله مبارکي وايي او هيله لرو چي د روژې مبارکه مياشت به مو په خير تيره کړې وي .
دا چي روژه د الله ج د عبادتونو او بخښني مياشت ده د الله ج په دربار کي خواست کوو چي روژې مو قبولي او ګناهونه مو وبخښي .
کوچنى اختر چي د مسلمانانو د خوښۍ ورځي دي ، هيله لرو چي د همدې خوښۍ د ويشلو دپاره بېوزلي کورنۍ په ياد ولرى او د خپل وسه سره مرستي ور سره وکړى .
د الله ج په دربار کي خواست کوو چي د وطن ناخوالي مو پاى ته ورسيږي او د سولې دپاره د افغانانو دا لوى ارمان پوره سي .
په ټول هيواد کي د دايمي سولې په هيله .

د کندهار د خبريالانو مرکز

۶۴۴ ټول کتل سوی شمېر ۹ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه