د امریکا ددفاع وزیر: د افغان جګړې د ختمیدو مهالویش نه شي معلومیدلی

US DEF
ليکوال Ahmed Lodin

دامریکا ددفاع وزیر وایي، چې د افغان جګړې لپاره مهالویش نه شي معلومیدلی چې کله ختمیږي.

دامریکا ددفاع وزیر جیم ماټیس دغه څرګندونې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو او متحدینو ددفاع وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې په دې غونډه کې دافغانستان وروستي امنیتي حالات وڅیړل شول او یو شمیر هیوادونو افغانستان ته د نورو سرتیرو د لیږلو ژمنې وکړې.

نوموړي وويل، چې په افغانستان کې ځینې نیمګړتیاوې او خالیګاوې شته، خو ۷۰ سلنه ستونزې یې هوارې شوې او د پاتو ستونزو د هواري لپاره کار روان دی.

د امریکا ددفاع وزیر وویل، چې د وسله والو ځواکونو لوی قوماندان جنرال ډانفورډ کابل ته تللی و څو له افغان چارواکو سره پر وروستیو امنیتیي حالاتو او پر څلور کلن امنیتي پلان خبرې وکړي.

ده زیاته کړه : (( موږ او ناټو تر اوسه افغانستان ته د سرتیرو د شمیرې په اړه وروستۍ پریکړې نه دي کړي، زه چې کله بیرته واشنګټن ته ولاړ شم، نو خپلې اروزنې به ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړم.))

ماټیس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د افغان جګړې د ختمولو مهالویش نه شي ورکولی، ځکه دا نه معلومیږي، چې دا جګړه کله ختمیږي او کله کمیږي.

خو هغه زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري، چې له دښمن سره جګړه وکړي خو زیاته یې کړه، چې په نوي امنیتي پلان کې ځینې نوي تکتیکونه او لارې چارې په ګوته شوي دي.

دامریکا ددفاع وزیر وویل، چې له افغانستان څخه د جګړه ییزو ځواکونو ویستل له وخته مخکې وه، دا پریکړه باید نه وای شوی.

۲۶۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه