په مري کې د مسافرو لفټ غورځېدو پېښې ۱۲ کسان وژلي دي

Mara
ليکوال Ahmed Lodin

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نېږدې د مري په سیاحتي سیمه کې د یوه لفټ د غورځېدو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او یو ټپي سوی دی.

په مري کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې چارواکو رسنیو ته وویل چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د مري په چهره پاني سیمه کې هغه مهال رامنځته سوه چې کله د هغه مسافر وړونکي لفټ اوسپنیز پړی چې مري له خیبر پښتونخوا صوبې سره نښلوي،وشلېد او ژورې کندې ته ولوېده.

په مري کې د یوې ژغورونکې ادارې چارواکي محمد فاروق هم له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړي او ويلي يې دي چې په دغه لفټ کې ټول ۱۳ کسان سپاره و او زیاتوي چې د سیمې اوسېدونکو به دغه لفټ له یوې سیمې څخه بلې ته د ژررسېدو لپاره کاراوه.

په مري کې د ۱۱۲۲ مرستندویه ادارې چارواکي وايي چې د سختو لوړو ژورو لارو له امله په سیمه کې ژغورونکي عملیات له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ادارې یوه چارواکي د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

“موږه په سمدستي توګه د پېښې ټپیان روغتون ته ولېږدول او بیا وروسته چې مو نور وساېل د پېښې ځای ته راورسېدل نو مړي مو راووېستل او کورنیو ته مو وسپارل.”

۱۳۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه