جنرال عبدالرازق ته د روزګان ولایت د خلګو سرخلاصی لیک : د ارزګان ولس

Razzzzzzzzzzzz
ليکوال Ahmed Lodin

یوازي مو هدف د خپلو ستونزو حل دی.

محترم جنرال صیب موږ دي ستړي کړو!
دا منو چي روزګان ولایت ته دي په سختو شرایطو کي خپله سفرونه وکړل او هڅه دي وکړل چي د روزګان ولایت خلګ په امن کي وساتي د وسلوالو طالبانو د مخنیوي کوښښ دي هم وکړی. خو نن روزګانیانو ته تر هغو طالبانو ستا تر قومندي لاندي پولیس چي د کندهار او روزګان لویه لار دي په بنده کړي ده ظالم او خطرناکه دي. د لاري بندیدل مو ځکه ولیکل چي ستا پولیسو خو لار ساتلې نه بلکي بنده کړي ده. که ته پکښي شک او تردید لري نو ستا له دوستانو څخه یو د روزګان د خلګو په جامه کي جوړ که او پر یاده لار یي روزګان ته واستوه چي څه ورسره کیږي؟ محترم جنرال صاحب عبدالرازق ستا د میړاني او بهادرۍ مو ډیر اوریدلي دي. او تل دي پر خاوره، وریندار او وطن میړانه کړي خو دلته یوه پوښتنه کوو چي ایا روزګان دي خاوره نه بولي؟ ایا د روزګان ښځي میندي او خوندي نه بولي؟ او که د کومي شخصي ستونزي غچ د روزګان له عام ولس څخه اخلی؟ ځکه ستا پولیس د روزګان له موټرانو پیسې اخلي، په خلګو بیګارونه کوي په داسي حال کي چي ښځي،ماشومان، او مریضان په موټرانو کي په ساعتونو انتظار باسي. د موټرانو څخه سپاریان کښته کړي او د لین په موټر کي یو پولیس خپل نژدي کلي ته ورسوي. د نیښګرو پر سر ۱۰۰۰ کالداري اخلي، د لین په موټرانو خپل خراب سوي موټران کیبلوي او سپاریان تر سره لمر لاندي ناست وي. خلګ یي په مرمیو ویشتلي ژوبل کړي یي دي.، د کم عمر لرونکي ځوانان له موټرانو کښته کوي، تر ټولو بد او ظالمانه عمل چي په اوس وختونو کي یي تر سره کړي دي هغه د ښځو څخه غوښتني چي دهغو اشفازي ور وکړي جامي یي ور پریولي. نو جنرال صاحب ایا اوس دي هم زړه درد ونه کړئ. یو ځل دي ځیګر ته وګوره د جنرالۍ دري ستوري دي دا اجازه در کوي چي پر روزګانیانو دي دومره ظلم وسي؟ یو مثال به هم راوړم . احمدشاه بابا چي پر کندهار دیوال را ګرځوی نو مور زرغونه یي ورته راغله او ورته یي وویل چي ایا یوازي د کندهار میندي او خوندي ساتي؟ ددغه دیوال څخه دباندي ښځي به ستا له میړاني څخه ګټه نه اخلي؟ نو احمدشاه بابا فکر وکړی او تر ډیلي او اسپهانه ورسیدی.
له بلي خوا د روزګان لویه لار داسي خرابه ده چي که ته یو ځل ورباندي سفر وکړي ورسته درته معلومیږي.
په دي هیله چي لیک درته ورسیږي او د یادو سختو حالتو په اوریدلو او لوستلو سره دي د روزګان د خلګو حالت درک کړی وي. او تر څنګ یي غوسه سوی هم نه یي څه وکړو نور د صبر امتحان نسو ورکولی.
د روزګان د اولسونو ږغ!
د روزګان د اولسونو دا ږغ شریک کړئ تر څو تر ښاغلي رازق پوري ورسیږي!

۱۸۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه